راشد خان: د یوي لوبډلي کپتان او مشر چي ښه وي. لوبډله یي هم هماغومره ښه وي
خبریال وېبپاڼه / راشدخان ارمان د افغان کرکټ بورډ له لوري نن سې شنبه په شل اوریزه سیالیو کې د نوي لوبډلمشر په توګه او نجیبالله ځدران یې بیا د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.
افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، راشدخان د کرکټ نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی، چې د هغه تجربو، کاکردهګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري د نړیوالو شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.
راشد خان تر ټاکل کیدو وروسته ویلي :
زه په دې باور یم چې د یوې لوبډلې کپتان او مشر چې څومره
ښه وي، لوبډله یې هم هماغومره ښه وي. افغانستان او د افغانستان ویاړلي بیرغ ماته د راشد خان نوم رابخښلی دی. د شلو اوریزو لوبو لپاره د کپتان په توګه زما نوی مسئولیت دا دی چې د خپل هېواد او خپلې لوبډلې لپاره په یو بل ظرفیت کې خدمت وکړم. د افغانستان د کرکټ بورډ څخه مننه چې پر ما یې باور وکړ او دا مسئولیت یې راوسپاره. ان شاءالله په ګډه به دا مسئولیت ترسره کوو او د افغانستان د کرکټ د ښه والي لپاره به مخ په وړاندې ځو. ستاسو د ټولو د ملاتړ او پیرزوینو څخه مننه.
زنده باد افغانستان
همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ یوه میاشت وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره حشمتالله شهیدي د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډلمشر وټاکه.
یاده خبرپاڼه کې کرکټ بورډ ویلې وه: د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي.
یاده خبرپاڼه کې راغلي وه، چې په همدې موخه، د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه، او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول.
ددې ترڅنګ په یاده خبرپاڼه کې لیکل شوي وه، د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره به ډیر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه پاتې وي، خو نن یې راشدخان د ملې لوبډلې د لوبډلمشر په توګه او نجیبالله ځدران یې بیا د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکه.