راشد خان ته د اصغر افغان په کډون زیات شمیر کورنیو او بهرنیو لوبغاړو مبارکی ورکړی | خبریال

راشد خان ته د اصغر افغان په کډون زیات شمیر کورنیو او بهرنیو لوبغاړو مبارکی ورکړی

خبریال وېبپاڼه / راشد ته د هند او پاکستان يو شمېر لوبغاړو د نوې دندې مبارکي ورکړه.

کرکټ بورډ پرون له يو اوږده ځنډ وروسته د شل اوریزو لوبو لپاره راشد خان د کپتان او نجيب ځدراڼ يي د مرستيال کپتان په توکه وټاکل.

له دې پريکړې وروسته دواړو نوو ټاکل شوو راشد او نجيب ځدراڼ له کرکټ بورډ مننه وکړه چې د لوی مسؤلیت ورکولو باور یې پر وکړ او د افغان لوبډلې د پرمختګ ډاډ يې ورکړ.

راشد وويل “دا افغانستان دی چې ماته يې راشد خان نوم راکړی او دا زما دنده ده چې خپل هيواد او خپلې لوبډلې ته خدمت وکړم”. د راشد په همدې څرګندونو هغه ته ګڼو کسانو مبارکي ورکړې او د بريا غوښتنه یې ورته کړې ده.

د پاکستان چپ لاسي اوپنر توپ وهونکي شان مسود او فاسټ بالر وهاب رياض راشد ته د کپتان ټاکل کيدو مبارکي ويلې، همدا رنګه په پي ايس ايل کې د لاهور لوبډلې کومې سره چې سږکال راشد ولوبيده هم نوموړي ته مبارکي ويلې او په چارو کې یې ورته د بريا هيله کړې ده.

دغه راز د هند د پخوانيو لوبغاړو عرفان پټان او سوريش راينا سربيره په آی پي ايل د سن رايزرز حيدراباد لوبډلې هم پخپلې رسمي ټويټر پاڼې راشد ته مبارکي ويلې او له هغه سره يې نيکې پيرزوينې شريکې کړي دي.

راشد خان او نجيب اللہ ځدران ته په کور دننه هم لوبغاړو مبارکي ورکړې او د برياو هيله يې ورته کړې ده،. رحمت شاه، ګلبدين نایب ، رحمن اللہ ګربز، ميرويس اشرف ، شرف الدين افسر زازی، محمد نبی ، او یو شمیر نورو دا خلي لوبغاړو راشد خان او نجیب الله ځدران ته مبارکي ویلی ده. او هغو دواړو ته يې د مبارکۍ ترڅنګ د برياليتوب هيله کړې ډه.

همدارنګه پخواني لوبډلمشر اصغر افغان هم راشد خان ته مبارکي ورکړي ده.

نوموړي لیکلي: ډیر قدرمن ملگري او غښتلي ملي اتل راشدخان ته دې د شل آوریزې ملي لوبډلې د کفتانۍ اعزاز مبارک وي.
راشدخان نه تنها ددې هیواد بلکه د نړۍ له غوره لوبغاړو شمیرل کیږي او گران هیواد ته یې بې شمیره ویاړونه راوړي دي.
که خدای کول د نوموړي تر کفتانۍ لاندې به د گران افغانستان د بریاوو لړۍ همداسې روانه او مداومه وي.
(انشاالله)

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ