د انګلستان پر وړاندي د پاکستاني توپ اچونکو تازه څرکندوني
خبریال وېبپاڼه / د بالينګ له اړخه انګلستان ننګولی شو.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډله دا وخت د انګلستان په سفر ده چېرته چې به د کوربه لوبډلې په وړاندې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د لوبو پېل وکړي.
دواړه لوبډلې به د مهالوېش له مخې د سپين توپ دوه سيريزونه چې درې يو ورځنۍ او دري شل اوریزې لوبې پکې شاملې دي یو د بل په وړاندې ترسره کړي.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډله لا وړاندې د يادو لوبو د ترسره کولو لپاره انګلستان ته رسېدلې، د پاکستان لوبډلې تېز بالر حارث روف پخپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د دوی د بالینګ برخه ډيره قوي ده او کوربه لوبډله به له مشکلاتو سره مخ کړي. حارث روف وايي:
” د انګلستان سفر هر ځل له ننګوونو ډک وي، مګر زموږ د بالینګ برخه پياوړي ده او مونږ کولی شو چې د هغه له طريقه انګلستان لوبډله له مشکلاتو سره مخامخ کړو”.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډله داسې مهال له انګلستان لوبډلې سره مخامخ کېږي چې کوربه لوبډلې تازه سريلانکا لوبډله د شل اوریزو او يوورځنيو لوبو په سيريزونو کې وايټ واش کړه.
ياده دې وي چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د روانې جولای مياشتې تر شلمې نيټې پورې په انګلستان کې وي او تر هغې وروسته به د ويسټ انډيز ملي لوبډلې سره په ټولو فارمټونو کې د لوبو لپاره کربين ته سفر وکړي.