ډوهنی څلویښت کلن شو.
خبریال وېبپاڼه / دهند افسانوي کرکټر مهیندرا سینګ ډوهني نن څلویښت کلن شو، هغه تېر کال اګست میاشت کې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه خو لا هم په آی پي ایل کې د چینای سوپرکینګز لوبډلې لوبډلمشري کوي، د ډوهني د تقاعد په اړه هغه مهال ګڼو لوبغاړو او مینه والو نظرونه څرګند کړي وه. چي یو شمیر يي لاندي دی
راشد خان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي تکړه لوبغاړي دي نوموړي د میهندرا سینک ډوهنی په اړه وايي.
ښه رهبر، د لوبې ښه ختموونکی، او تر ټولو مهم دا چې یو ښه انسان، مننه له ټولو خاطرو دې.
محمد کیف هندوستان
تصور یې نشم کولی چې ۷ نمبر یونیفورم دې د هند لوبډله کې بل څوک په تن کړي، مننه له نه هیریدونکو خاطرو دې.
شعیب اختر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پخواني لوبغاړي دي نوموړي د میهندرا سینک ډوهنی په اړه وايي
مهیندرا سینګ ډهوني له نړیوالو لوبو لاس په سر شو، د کرکټ کیسه پرته له ډهوني نه تکمیلدونکې ده.
ویرات کهولي – هند
هغه څه چې تا د هیواد لپاره کړي تل به د ټولو په زړونو کې وي، هغه درناوی او مینه چې تا راکړی تل به مې په یاد وي، نړۍ یې یوازې لاسته راوړنې لیدې دي خو ما په خپله همدا انسان! مننه دروند کپتانه.
مایکل وان – انګلستان
د ۲۰۱۱ نړیوال جام ګټل د ټنډولکر خدای پاماني وه خو طراح یې ډهوني و. ډوهني! ته به د سپین بال تر ټولو غوره کپتان او د فینیشر یې.
کیون پیټرسن – انګلستان
د متقاعدینو ډلې ته ښه راغلاست، څه یو جادويي لوبیز ژوند!
سچن ټنډولکر – هندوستان
د هند کرکټ ته ستا خدمتونه ډېر زیات دي، له تاسره یو ځای د ۲۰۱۱م کال نړیوال جام ګټل مې د ژوند تر ټولو ښه وخت و.
محمد شهزاد محمدي- افغانستان
خواشينی يم چې زما د خوښې کرکټر نړيوال کرکټ پريښود، ته او زما د ښه والي لپاره ستا مشورې به مې تل ياديږي.
هارشا بوګلي – هندوستان
په آسماني رنګه لباس کې نه هېرېدونکی، له دې وروسته به دې په زیړ رنګ کې ګورو.
وریندر سیهواګ – هندوستان
د ډهوني په شان لوبغاړي په درلودلو هیڅ ډول موخې ته رسیدل ناممکن نه دي، لوبغاړي به لاړ او راشي خو د ده په شان ارام انسان به بیا را نه شي.
شاهد افرید – پاکستان
یو له بهترینو کپتانانو او د هند کرکټ یو رښتینی افسانوي کرکټر، د ښه لوبیز ژوند له امله درته مبارکي درکوم او راتلونکې دې روښانه.
مهیندرا سینګ ډوهني تېر کال د اګست میاشتې په ۱۵ نیټه چې د هند د ازادۍ له ورځې سره برابره ده له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه، هغه د هند لومړنی کپتان دی چې د کپتانۍ پرمهال یې د یاد هیواد لوبډلې د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو نړیوال جامونه او چمپینز ټرافي ګټلې ده.