نجیب ځدران: د کرکټ بورډ د رهبری څخه مننه کوم چي په ما یي اعتبار وکړو | خبریال

نجیب ځدران: د کرکټ بورډ د رهبری څخه مننه کوم چي په ما یي اعتبار وکړو

خبریال وېبپاڼه / تیره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لپاره راشد خان کپتان اعلان کړ او نجیب الله ځدراڼ یې ورسره مرستیال کپتان اعلان کړ.

له کپتان کېدو وروسته راشد خان په خپل یو پوسټ کې وویل، چې د یوې لوبډلې کپتان او مشر چې څومره ښه وي، لوبډله یې هم هماغومره ښه وي، د شل اوریزو لوبو لپاره د کپتان په توګه زما نوی مسوولیت دا دی چې د خپل هېواد او خپلې لوبډلې لپاره په یو بل ظرفیت کې خدمت وکړم.

اوس تازه د هغه سره مرستیال لوبډلمشر نجیب الله ځدراڼ هم له مرستیال کپتان ټاکل کېدو وروسته پوسټ کړی دی. هغه همدا راز راشد خان ته مبارکي هم ورکړې ده. هغه لیکي:

((د شل اوریزو لوبو د کپتان په توګه د ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي راشد ارمان ته مبارکي وایم. همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ رهبرۍ څخه  مننه کوم چې پر ما یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه اعتماد وکړ، له راشد خان سره به په ګډه دا ستر مسوولیت مخته وړو. ژوندی دې وي افغانستان.))

همدارنګه د یادولو وړ ده چي د افغانستان کرکټ بورډ یوه میاشت وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره حشمت‌الله شهیدي د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډلمشر وټاکه.

یاده خبرپاڼه کې کرکټ بورډ ویلې وه: د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي.

یاده خبرپاڼه کې راغلي وه، چې په همدې موخه، د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه، او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول.

ددې ترڅنګ په یاده خبرپاڼه کې لیکل شوي وه، د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره به ډیر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه پاتې وي، خو تیره ورځ یې راشدخان د ملې لوبډلې د لوبډلمشر په توګه او نجیب‌الله ځدران یې بیا د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ