د کرکټ نړیوالې شورا تازه د یوورځنیو لوبو د الراونډرانو درجه بندي اعلان کړه،
خبریال وېبپاڼه / د کرکټ نړیوالې شورا تازه په یو ورځنیو لوبو کې د الراونډرانو درجه بندي اعلان کړه، چې محمدنبي عیسی خېل له درېیم ځای څخه دویم ځای ته پورته شوی.
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د نړۍ دویم نمبر الراونډر شو.
محمدنبي پخوا په درېیم ځای کې شتون درلود، چې اوس د ۲۹۴ نمرو په درلودلو سره د نړۍ دویم نمبر الراونډر لوبغاړی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په یوورځنیو لوبو کې د الراونډرانو اعلان شوې درجه بندي
لومړي: په لومړي مقام شکیبالحسن شتون لري. شکیب الحسن د بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي د ۳۸۷ نمرو په ترلاسه کولو سره د کرکټ د نړیوالي شورا له لوري د الرونډرانو په لیست کې پر خپل پخواني ځای پاتی شوي.
دوهم: په دوهم مقام کي محمدنبي شتون لري. محمد نبي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. محمد نبي د ۲۹۴ نمرو په ترلاسه کولو سره يي یو قدم پرمختګ یې وکړ.
دریم:په دریم مقام کي کریس ووکس شتون لري. کریس ووکس د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي د ۲۹۰ نمرو په ترلاسه کولو سره یو قدم پرمختګ یې کړي دي.
څلورم: په څلورم مقام کي بین سټوکس شتون لري. بین سټوکس د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي. نوموړي د ۲۸۶ نمرو په ترلاسه کولو سره يي یو قدم شاهتګ یې کړي.
پنځم: په پنځم مقام کي راشدخان شتون لري. راشد خان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ترسره کوي. نوموړي د ۲۷۰ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای کې شتون لري.
شپږم: په شپږم مقام کي میچل سانتینر شتون لري. نوموړي د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. د ۲۶۸ نمرو په ترلاسه کولو سره يي پر خپل پخواني ځای شتون لري.
اووم: په اووم مقام کې ایماد وسیم شتون لري. ایماد وسیم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي د ۲۶۳ نمرو په ترلاسه کولو سره يي پر خپل پخواني ځای شتون لري.
اتم: په اتم مقام کي کولین ډي ګرېنډهوم شتون لري. نوموړي د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. د ۲۵۷ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
نهم: په نهم مقام رویندرا جدیجا شتون لري. جدیجا د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي د ۲۵۷ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.
لسم: په لسم مقام کې سین وېلمس شتون لري. ویلمسن د زیمبابې کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي د ۲۳۸ نمرو په ترلاسه کولو سره يي پر خپل پخواني ځای شتون لري.
دا هغه لس لوبغاړي دي کوم چي تازه د کرکټ د نړیوالي شورا یا ای سی سی لخوا غوره الرونډران پیژندل شوي دي.