شفق: دکرکټ بورډ د یوشمیر کارکونکو د شخصي ستونزو له امله له لوبډلې بهر دی
خبریال وېبپاڼه /شفیق الله شفق: د کرکټ بورډ د یوشمیر کارکونکو د شخصي ستونزو له امله له لوبډلې بهر دی
شفیق الله شفق بیا ځلې ملي لوبډلې ته د راتللو په هڅه کې دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شفیق الله شفق چې د کرکټ بورډ له خوا د شپږ کلن بندېز سره مخ شوی و، بیا ځلې یې هڅې پیل کړي، چې خپله قضیه ختمه او بېرته ملي لوبډلې ته راستون شي.
نوموړي له یوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې وویل، چې له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې یې په کرکټ بورډ کې خپله قضیه پرانیستې ده او هیله من دی چې یو ځل بیا به په ملي لوبډله کې ولوبېږي.
شفیق الله شفق په خپل ځان د لګېدلي بندېز په اړه وویل، چې هغه د کرکټ بورډ د یو شمېر کارکوونکو د شخصي ستونزو له کبله له لوبډلې بهر دی او هېڅ داسې پلان نه لري چې د بل کوم هېواد لپاره ولوبېږي.
کله چې پر شفیق الله شفق د کرکټ بورډ له خوا شپږ کلن بندېز لګېدلی و، نو هغه وخت هم شفیق الله شفق دا هر څه رد کړي و او ویلي یې و، چې هغه د کرکټ بورډ د ځینو کسانو د عقدې سره مخ شوی دی.
نوموړی وايي، چې هغه اوس ۳۲ کاله عمر لري او فکر کوي چې دا د کرکټ لپاره مناسب عمر دی، نو په همدې خاطر نه غواړي چې کرکټ بورډ کې دنده وکړي، بلکې غواړي چې په ملي لوبډله کې ولوبېږي.
شفیق الله شفق وروسته له هغه خپله قضیه بیا ځلې پرانیستې ده، چې کرکټ بورډ ته ډاکټر حامد شینواری د اجراییه رییس په توګه راغلی دی او هغه هیله من دی چې خپله قضیه به ختمه کړي.