جعفر هاند: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالي له جذبې ډکی وي نه د هند او پاکستان ترمنځ
خبریال وېبپاڼه / جعفر هاند: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالي له جذبې ډکی وي نه د هند او پاکستان ترمنځ
جعفر هاند لیکي” اوس د هند او پاکستان نه بلکې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیالۍ له جذبې ډکې دي، د جعفر هاند لیکنې دلته ولولئ.
پوهېږم وطن کې حالت ښه نه دی، خو موږ هیله لرو چې حالت به ښه شي. دا وطن تر دې بد حالات هم لیدلي او ترې ژوندی راوتلی دی او بیا به هم پایو، ان شاءالله.
په همداسې وضعیت کې موږ له پاکستان سره د بلې میاشتې په اخرو کې د کرکټ درې مهمې لوبې لرو. مهمې په دې دي چې یو له پاکستان سره دي او بله دا چې دا لوبې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ لپاره دي چې هر بری یې ۱۰ نومرې لري. ان شاء الله افغانستان به بریالی وي.
د پاکستان پخواني پوځي مشر جنرال مشرف دا خبره مشهوره ده چې خپل د کرکټ ټیم ته یې ویلي وو که هند ته مو په کرکټ کې ماتې ورکړه، په سیاست او نورو برخو کې به یې هم ماتوي. داسې ښکاري چې هند هم په کرکټ کې او هم په سیاست او نورو برخو کې تر پاکستان ښه او مخکې دی.
اوس هند له پاکستان سره د کرکټ لوبې نکوي او یوازې په نړیوالو ټورنمنټونو کې سره مخامخیږي. اوس داسې ښکاري چې افغانستان په سیمه کې د کرکټ په میدان کې د پاکستان د سترګو ازغی دی. د رقابت دا میدان اوس افغانستان ته پاتې دی او دا شک مه ګڼئ چې افغانستان په کرکټ کې پاکستان ماتولی شي. موږ د ۲۰۱۹ د نړیوال جام په تمریني لوبه کې هم ترې لوبه ګټلې وه او د ۱۹ کلنو په اسیا او نړیوالو جامونو کې مو هم ترې لوبې ګټلې دي.
په تېر نړیوال جام کې چې د پاکستان او افغانستان لوبه وه، ما هلته له ډېرو افغان نندارچیانو سره مرکې کړې وې. اکثریت به یې همدا خبره کوله: «له پاکستان څخه د لوبې ګټل، موږ ته د نړیوال جام ګټل» دي.
البته دا ورزشي رقابت د دښمنۍ، تربګنۍ او کرکې په مانا نه دی، هاغسې چې په نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان نندارچیانو د یو بل ګریوانونه وشلول. خو، دا خبره یقیني ده چې پاکستان ته په کرکټ کې شکست ورکول شاید د افغانستان د کرکټ ډېرو مینه والو او افغانانو ته د «نړیوال جام تر ګټلو هم» ډېر ارزښت ولري.
د افغانستان د بري په هیله!