قیس احمد: ستره هیله مي افغان لوبډله کې لوبیدل وه،خو یوه هیله مي لا پاتي | خبریال

قیس احمد: ستره هیله مي افغان لوبډله کې لوبیدل وه،خو یوه هیله مي لا پاتي

خبریال وېبپاڼه /قیس احمد ډيرې هيلي مې پوره شوي دي خو يوه لا پاتې ده.

د افغانستان ليګ بريک بالر قيس احمد چې اوس مهال د انګلينډ په ويټاليټي بلسټ لوبو کې د کينټ لوبډلې لپاره لوبيږي، وايي چې لومړيو لوبو کې ورته بال کول ځکه لږ سخت وه چې هلته له حالاتو سره بلد نه وو.

قيس احمد وايي چې د انګلینډ روزونکي او لوبغاړي دی ډير هڅوي او نوموړی له خپلې کارکردګۍ راځي دی، ځکه لوبډله یې اوس مهال د جدول سر کې ده او د قيس په باور چې تر پايلوبې به ورسیږي.

هغه د خپلو هيلو په اړه وايي چې تر ټولو لويه هيله یې د افغانستان لپاره لوبيدل وه چې پوره شوې ده خو په آی پي ايل کې د لوبيدو ارمان يې لا پاتې دی د کوم ارمان د پوره کيدو لپاره چې د قيس په وينا ډيرې خوارۍ ته اړتیا لیدل کيږي.

ويټاليټي بلسټ لوبې د يو لنډ ځنډ څخه وروسته د روانې جولای مياشتې په نهمه نيټه چې د راتلونکې جمعې ورځې سره سمون خوري بيا پيليږي او له پای ته رسيدو وروسته به یې د انګلینډ په نوې بڼه رامنځته شوی سل باليزه کرکټ ليګ پيل شي. چې څلور افغان لوبغاړي راشد خان، مجيب الرحمن، محمد نبي او قيس به پکې ولوبيږي.

ځوان قيس احمد په ويټاليټي بلسټ لوبو کې تر اوسه ښه لوبېدلی ، په ۸ لوبو کې‌ ېې له نسبتاً ښې ايکانومۍ سره د خپلې لوبډلې کینټ په ګټه ۵ وېکټې اخيستې دي. په يادو سياليو کې تر ټولو ډيرې ويکټې افغان فاسټ بالر نوين الحق اخيستي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ