متیوس: د بورډ سره د ستونزو له امله تقاعد اعلانوي
خبریال وېبپاڼه / انجیلو متیوس د بورډ سره د ستونزو له امله تقاعد اعلانوي
د سرېلانکا ډيری لوبغاړي له یوې اوږدې مودې راهیسې د هغوی په وینا په کلنیو قراردادونو کې د روڼتیا د نه موجودیت له امله د یاد هیواد له بورډ سره په ناندریو دي او له تېر اکتوبر میاشتې څخه یې تر دې مهاله د کلنیو قراردادونو له لاسلیکولو ډډه کړې ده.
راپورونه وايي چې د همدې ستونزو له امله د سرېلانکا تجربه کاره الراونډر انجیلو متویس خپل کرکټ بورډ ته خبر ورکړی چې نوموړی د کرکټ پریښودو په اړه فکر کوي او په راتلونکو اونیو کې به په دې اړه خپل رسمي دریځ له بورډ سره شریک کړي.
راپورونه وايي چې د همدې ستونزو له امله د سرېلانکا تجربه کاره الراونډر انجیلو متویس خپل کرکټ بورډ ته خبر ورکړی چې نوموړی د کرکټ پریښودو په اړه فکر کوي او په راتلونکو اونیو کې به په دې اړه خپل رسمي دریځ له بورډ سره شریک کړي.
د سرېلانکا کرکټ بورډ په دې وروستیو کې د خپلې لوبډلې د نوې کولو په هڅو کې خپلو تجربه کاره لوبغاو ته شا کړې او له همدې امله څه موده وړاندې آلراونډر تیسارا پریرا هم له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.
بلې خوا بیا د راپورونو له مخې له انګلینډ څخه د راستنو شوو لوبغاړو په ګډون ۲۵ لوبغاړو له هند سره د لوبو لپاره د سرېلانکا کرکټ بورډ سره (ټور) یا د سفر قرارداد لاسلیک کړی.
ویل کیږي چې سرېلانکايي لوبغاړو د یاد هیواد کرکټ بورډ ته ویلي وه چې دوی غواړي کلني قراردادونه لاسلیک کړي خو د کرکټ بورډ لخوا ورته لومړی د سفري یا ټور قرارداد د لاسلیک ویل شوي دي.
هند او سرېلانکا به د روانې جولای میاشتې په ۱۳ نیټه یعنې یوازې شپږ ورځې وروسته خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وکړي او په دوام به یې دواړه لوبډلې خپلو کې درې شل اوریزه او درې یوورځنۍ لوبې ترسره کړي.