شاپور ځدران ٣٤ کلن شو، ژوند او کرکټ په اړه يي دلته ولولي
خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي شاپور ځدران ٣٤ کلن شو.
شاپور ځدران په کال ١٩٨٧ د جولای میاشتي په اتمه نیټه پکتیا افغانستان کې زیږیدلي دي.
شاپور ځدران په چپ لاس توپ اچونه ترسره کوي.
شاپور ځدران خپله لومړني یورځیني لوبه د نیډیرلیند په ٢٠٠٩ کال د اګست په ٣٠ مه نیټه ترسره کړه او وروستي پنځوس اوریزه لوبه يي د ایرلینډ پر وړاندي په ٢٠١٩ کال د مارچ په لسمه نیټه ترسره کړه.
شاپور ځدران د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ټولي ٤٤ یورځیني یا پنځوس اوریزي لوبي ترسره کړي دي چي په یادو ٤٤ یورځینو لوبو کې يي ٤٣ ویکټې يي ترلاسه کړي دي.
شاپور ځدران لومړي شل اوریزه لوبه د ایرلینډ پر وړاندي په ٢٠١٠ کال کې ترسره کړه او وروستي شل اوریزه لوبه يي هم د ایرلینډ پر وړاندي په ٢٠٢٠ کال کې ترسره کړي ده.
همدارنګه شاپور ځدران د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ٣٦ شل اوریزي لوبي هم ترسره کړي دي چي په یادو ٣٦ شل اوریزو لوبو کې يي ٣٧ ویکټې يي ترلاسه کړي دي.
شاپور ځدران ٥٦ لیست ای سیالي هم ترسره کړي چي په یادو ٣٦ لیست ای سیالیو کې يي ٥٧ ویکټې يي ترلاسه کړي دي.