بنګله دیشي پیاوړي لوبغاړې د ټیسټ کرکټ څخه تقاعد اعلان کړه | خبریال

بنګله دیشي پیاوړي لوبغاړې د ټیسټ کرکټ څخه تقاعد اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / د محمدالله د ناڅاپي تقاعد په اړه د نوموړي خپل او د بنګله دیش د کرکټ بورډ غبرګون.

د بنګله دیش ښي لاسي توپ وهونکي محمدالله یوه ورځ وروسته له دې چې په ټیسټ لوبو کې یې د خپل کریر ترټولو ډيرې ۱۵۰ منډې وکړې، په حیرانوونکي ډول د ټیسټ کرکټ د پریښودو پریکړه وکړه.

که څه هم په دې تړاو نه خو خپله محمدالله او نه هم د بنګله دیش کرکټ بورډ په رسمي ډول څه ويلي خو کرک انفو او کرک بز دواړو د بیلابیلو سرچینو په حواله لیکلي چې نوموړي دا پریکړه د لوبډلې له مدیرتي پلاوي او ورسره لوبیدونکو لوبغاړو سره شریکه کړې ده.

له ټولو فارمټونو او یا هم له یو فارمټ څخه د لوبغاړو تقاعد اخیستل د معمول سره سمه چاره ده خو دا چې د لوبې په جریان کې دې یو لوبغاړی د تقاعد پریکړه وکړي، کم سارې بلل کیږي، همدا لامل دی چې د محمدالله پریکړې د مینه والو ترڅنګ د بنګله دیش کرکټ بورډ ته هم پوښتنې را ولاړې کړي دي.

د بنګله دیش د کرکټ بورډ یو باوري سرچینې کرک بز ته ویلي دي: “مونږ خبر شوي یو چې محمدالله د ټیسټ لوبو د پریښودو پریکړه کړې ده خو لا هم هغه په رسمي ډول راته څه نه دي ویلي”.

هغه زیاتوي چې دوی غواړي په دې اړه وپوهیږي چې لوبغاړي محمدالله د احساساتو له مخې دا کار کړی او که په رښتیا یې د اوږد فارمټ د پریښودو تصمیم نیولی دی.

د بنګله دیش د کرکټ بورډ مشر نظم الحسن بیا رسنیو سره خبرو کې ویلي چې نوموړی پخپله له محمدالله سره د زیمبابوې له سفر وړاندې غږیدلی دی او هغه موافقه کړې چې درې واړه فارمټونو کې د خپلې لوبډلې لپاره ولوبیږي او آن د اړتیا پرمهال یې بالینګ کولو ته هم چمتووالی ښودلی وو.

رسنیو د محمدالله له قوله د ټیسټ کرکټ د پریښودو په اړه لیکلي چې هغه وايي تل به یې له ځانه پوښتل چې آیا نوموړی ټیسټ لوبو ته برابر دی که نه؟ هغه غوښتل چې په دې اړه باید یو ځواب ولري او خلکو ته یو ځواب ورکړي. محمدالله وايي چې یاد ځواب یې د زیمبابوې په هرارې کې پیدا کړ چې نوموړی ټیسټ لوبو ته برابر دی خو نور به په دې فارمټ کې ونه لوبیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ