شهزاد یو بل ویاړ هم له ځان سره لري | خبریال

شهزاد یو بل ویاړ هم له ځان سره لري

خبریال وېبپاڼه / نړيوال شل اووريز کریکت کې تر ټولو ډېرې نیمه سلیزي، محمد شهزاد هم پکښې شامل دي.

دلته په نړيوال شل اووريز کريکټ کې هغه ويکيټ ساتونکي درپېژونو چې تر نورو ويکيټ ساتونکو یې ډېري نيمه سليزې وهلي دي.

شل اووريزي لوبې د کريکټ تر ټولو تېز رسمي فارمټ دی،او هر کله تر توپ اچوونکو، توپوهونکي ډېر ورڅخه راضي وي.

دلته هغه لوبغاړي ښه پايله ورکوي چې قوي عضلې ولري او د ښه جرئت درلودونکې وي.

موږ تاسو ته اوس هغه ٤ ويکيټ ساتونکي توپوهونکي درپېژنو چې په نړيوال کريکټ کې يې ډېري نيمه سليزې وهلي دي.

لومړي: جوز بټلر چي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي د توپوهنې تر څنګ يو غوره ويکيټ ساتونکی هم دی په نړيوال شل اووريز کريکټ کې يې د ويکيټ ساتونکې په حيث تر بل هر لوبغاړي ډېري نيمه سليزي وهلي دي.

بټلر په ٨٠ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې ١٧٩١ منډې لري او ١٣ نيمه سليزي يې وهلي دي.

دوهم:د افغان کريکټ ملي لوبډلې بريدګر توپوهونکی محمد شهزاد د توپوهنې تر څنګ ويکټ ساتنه هم ترسره کوي.

هغه مهال چې شهزاد د ملي لوبډلې برخه وه تر ډېره ورته د ښې لوبې تمه هم کېدله.

نوموړي په ٦٥ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې ١٩٣٦ منډي کړي،يوه سليزه لري او ١٢ نيمه سليزي لري.

که څه هم شهزاد د تېرو ٢ کلونو راهيسي يې هيڅ نړیواله شل اووريزه لوبه نده تر سره کړې خو بيا هم پدې ريکارډ کې دويم ځای لري .

دریم: د برينډن مکلم چې څومره صفت کېږي بياهم لږ دی،د کريکټ يو افسانوي لوبغاړی وو او اوس تقاعد سوی دی.

مکلم د نيوزلينډ پخوانی لوبډلمشر دی،په ٧١ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې يې ٢١٤٠ منډې کړيدي،٢ سليزي او د خپلي ويکت کېپرۍ پر مهال يې ٩ نيمه سليزي وهلي ،خو په ټول نړیوال شل اووريز کريکټ کې يې ١٣ نيمه سليزي وهلي دي.

څلورم: ډيکوک د سويلي افريقا مخکنی لوبډلمشر وو او اوس برحاله توپوهونکی او ويکيټ ساتونکی دی.

نوموړي د خپلې ويکټ کېپرۍ پرمهال ٩ نيمه سليزې وهلي دي.

ډيکوک په ٥٢ نړیوالو شل اووريزو لوبو کې ١٥٥٨ منډي کړيدي.

دا هغه لوبغاړي دي کوم چي يي په شل اوریزو لوبو کې يي د ویکټې ساتني ترڅنګ يي زیاتي نیمه سلیزي يي هم ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ