بابر اعظم لپاره بد خبر | خبریال

بابر اعظم لپاره بد خبر

خبریال وېبپاڼه / بابراعظم په ډېرو انډو خوړلو کې له جایاوردني او وسیم اکرم سره مساوي شو.

د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر او د کرکټ نړۍ یو پیاوړی توپوهونکی بابراعظم تل د کرکټ په ډګر کې ښه ځلېدلی؛ خو وخت نا وخت ورسره بخت یاري نه ده کړې او په صفرونو سوځېدلی دی.

نوموړی د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۸ مه د انګلستان پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ثاقب محمود لخوا په صفر وسوځېد او له دې سره یې د انډو شمېر یا پرته له منډې سوځېدلو حساب تر ۲۸ ورسېد.

له دې وړاندې ده په یو ورځنیو لوبو کې ۲۷ انډې خوړلې وې؛ خو اوس شمېر تر ۲۸ ورسېد.

نوموړی په دې سره د پاکستانۍ لوبډلې د غوره الراونډر وسیم اکرم او د سریلانکا د افسانوي توپوهونکي مهیلا جایاوردني سره په ریکارډ کې مساوي شو.

هغه لوبغاړي چې په یو ورځنیو لوبو کې یې زیاتې انډې خوړلي

سېنت جایاسوریا ۳۴ صفرونه وړي دي، شاهد افریدي ۳۰ ځلې په صفر سوځېدلې دی، جایاوردنه په ۲۸ صفرونو له مېدانه تللی دی.

وسیم اکرم ۲۸، ملېنګا ۲۶، کرېس ګېل ۲۵، مورالي تارن او چمېن دا واس ۲۵، پنځه ویشت ځلې، کولا وېتارانا ۲۴ ځلې، ډانیل وېټوري ۲۳، هارشل ګېبز او یونس خان دوه ویشت، دوه ویشت ځلې په صفرونو سوځېدلي دي.

انضمام الحق، برېنډن مکالم، شون پولک، ریکي پونټېنګ او سچین ټېنډولکر شل، شل ځلې په انډو رخصت شوي دي.

په صفرونو د لوبغاړو سوځېدل لوبډلې ته زیات تاوان رسوي.

کله چې یو کلیدي لوبغاړی په صفر وسوځېږي، بیا نو لوبډله تر نیمایي پورې پر ملا ماتېږي، د پنجشنبې په ورځ د پاکستان دوه کلیدي لوبغاړي، امام الحق او بابراعظم په صفر وسوځېدل؛ نو همغه وو، چې د پاکستان د توپوهنې ملا ماته شوه او په شپږ دېرشم اوور کې یې ټوله لوبډله په ۱۴۱ منډو وسوځېدله.

د لوبډلې لپاره منډې جوړول حیاتي رول لري او کله چې یو کلیدي لوبغاړی ښه وځلېږي، بیا نور لوبغاړي ورسره هم ښه لوبېږي او په دې سره کولای شي، مقابلې لوبډلې ته ستونزې جوړې کړي.

په اوپننګ یا پیل کې د وېکټې درول او ورسره هممهاله منډې جوړول، هغه څه دي، چې لوبډله د ثبات په کرښه دروي او بریایې هم ډېره پورې یقیني کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ