نورعلي ځدران ٣٣ کلن شو، ژوند او کرکټ په اړه يي دلته ولولي
خبریال وېبپاڼه / نن د ملي لوبډلې د پياوړي لوبغاړي نورعلي ځدران ۳۳مه کليزه ده، چـې کرکټ بورډ يې د کليزې اړوند مبارکي هم ورکړې.
نورعلي ځدران چـې د خپل وخت يو له غوره او ځيرکو لوبغاړو څخـه و، نن خپله ۳۳مه کليزه نمانځي، نوموړی هغه څېره چې د ټېکنېک او ټايمنګ کرکټ پوره برخـمن دی.
نـوموړي ته کرکټ بورډ هم مبارکي ويلې او ورته ليکلي، ( نورعلي ځدران ته دې د زوکړې ۳۳مه کليزه مبارک وي.) د کرکټ بورډ په وينا نورعلي ځدران د افغانستان لپاره په ۵۱لوبو کې برخـه اخيستـي چـې ټولټال يې (۱۲۱۶)منډې جـوړې کړي، او په يـوه سيالۍ کـې د نوموړي غـوره توپوهنه د (۱۱۴) منډو جـوړل دي. بورډ همدا شان د ليکنـې په پای کې زياته کړې چې نورعلي ته دې لا نورې برياوې هم نصیب شـي.
نورعلي چې په خپل وخت کې يې د افغانستان لپاره اوپننګ ترسره کاوه، د نوموړي ځای اوس نورو ځوانانو نيولی او نوموړي ته دا اړتيا نده پېښه شـوې چـې دی دې يو ځل بيا نړۍ وال سټېج ته راشي، او د افغانستان نماينده ګي دې وکړي.