مېتالي راج نوی نړيوال رېکارډ جوړ کړ
خبریال وېبپاڼه / هندۍ لوبغاړې مېتالي راج نوی نړيوال رېکارډ جوړ کړ.
د هندوستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشرې مېتالي راج د روانې اونۍ د شنبې ورځ انګلېنډ سره په لوبه کې د نړېوال ښځينه کرکټ له ټولو ډېره منډې جوړونکې لوبغاړې شوه.
نوموړې له يادې لوبې وړاندې په نړيوال ښځينه کرکټ کې د دوهم تر ټولو ډېرې منډې جوړونکې لوبغاړې رېکارډ له ځان سره لره.
په نړيوال ښځينه کرکټ کې د ډېرو منډو جوړولو ريکارډ له انګلېنډۍ کرکټرې چارلوټ ایدوارد سره وو ( ۱۰۲۷۳ منډې) چې راج له ياد ريکارډ څخه ۱۱ منډې شاته وه او انګلېنډ لوبډلې سره د تېرې ورځې د سيريز په درېمه لوبه کې د بونډرۍ په وهلو يې ياد ريکارډ مات کړ.
هغه په ياد سيريز کې خپله درېمه پر له پسې نيمه سليزه هم ووهله او هندۍ لوبډلې انګلينډۍ لوبډله کلين سويپ کړه. مېتالې راج خپله لومړۍ نړيواله لوبه د ۱۹۹۹م کال په جون کې ايرلېنډ سره د لوبې په مهال وکړه.
هغې ترې دې مهاله شاوخوا ۲۲ کاله نړيوال کرکټ کړی دی او لا هم خپلو لوبو ته ادامه ورکوي.
مېتالې راج نه يوازې په نړيوال ښځينه کرکټ کې د ډېرو منډو جوړولو ريکارډ لري، بلکې د ډېرو نړيوالو لوبو د کولو ريکارډ يې هم په نوم ثبت دی.
نوموړې د خپل لوبيز ژوند تر پيله تر دا وخت ۳۱۷ نړيوالې لوبې کړې، چې دا په ښځينه کرکټ کې تر ټولو ډېرې لوبې دي.