د پاکستانۍ لوبډلې دوهمه پر له پسې ماتې،سریز يي هم وبیلو
خبریال وېبپاڼه / د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دري یورځینو یا پنځوس اوریزو لوبو لوبلړي پیل شوي ده.
د يادي لوبلړي لوبه د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي په ستر توپیر کټلي وه.
دوهمه یورځیني لوبه يي بیګا شپه ترسره شوه چي په یاده لوبه کې هم انګلستان کرکټ ملي لوبډلي بریا خپله کړه او سریز يي په خپل نامه کړه.
د دوهمي لوبي جزییات
د یادي لوبي ټاس یا بچه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.
انکلستان کرکټ ملي لوبډلي د ټولو لوبغاړو په زیان يي په ٤٥.٢ اورونو کې يي ٢٤٧ منډې ترلاسه کړی او پاکستان کرکټ ملي لوبډلي ته يي په ٤٧ اورونو کې يي ٢٤٨ منډې هدف ورکړه.
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ته په توپ وهنه کې فیل سلت په ٥٤ توپونو باندي يي ٦٠ منډې ترلاسه کړي او جیمس وینس په ٥٢ توپونو باندي يي ٥٦ منډې ترلاسه کړي.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې حسن علي پنځه ویکټي او خارث روف دوه ویکټي ترلاسه کړي.
پاکستان کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو په ٤١ اورونو کې يي ١٩٥ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي په ٥٢ منډو په توپیر وکټله.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاه په توپ وهنه سود شکیل په ٧٧ توپونو باندي يي ٥٦ منډې ترلاسه کړي.
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې لیوز دري ویکټې ترلاسه کړي او ثاقب محمود او کراج بیا دوه دوه ویکټي ترلاسه کړي.
د یادي لوبي غوره لوبغاړي لیوز وپیژندل شو نوموړي په توپ وهنه کې په ٤٧ توپونو باندي يي ٤٠ منډې ترلاسه کړي او په توپ اچونه کې يي دري ویکټې هم ترلاسه کړي.
انګلستان کرکټ ملي لوبډلي د یادي لوبي په کټلو سره یاده لوبلړي په خپل نوم کړه.
همدارنګه د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستي یورځیني یا پنځوس اوریزه لوبه د جولای د میاشتي په ١٣ مه نیټه ترسره شي. یاده لوبه به د افغانستان پر وخت مازدیګر څلور نیمي بجي ترسره شي.