اليس پېري په یاد ليګ کې ګډون نه کوي
خبریال وېبپاڼه / اليس پېري سل باليز ليګ کې ګډون نه کوي.
د اسټراليا د ښځينه کرکټ ملي لوبډلې پياوړي الراونډري اليس پېري د کورنيو ستونزو له کبله په لومړي پړاو سل باليز ليګ کې ګډون نه شي کولی.
۳۰ کلنې پېري په ياد ليګ کې کوم چې په پام کې ده د مهالوېش مطابق د رواني جولای مياشتې په يووېشتمه نيټه انګلستان کې پيل شي د پونيکس برمنګهم لوبډلې سره د لوبیدو قرارداد لاسليک کړی و.
خو راپورونه وايي چې نوموړې به د خپلو شخصي مشکلاتو له کبله ونه شي کولی په ياد ليګ کې ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پونيکس برمنګهم لوبډلې يوې بلې نیوزېلېنډۍ لوبغاړې سوفي ډيوېن هم تېره مياشت په لومړي پړاو سل باليز ليګ کې د نه ګډون اعلان کړی و.
لومړي پړاو سل باليز ليګ ته د پنځه ښځينه کريکټرانو په ګډون د مختلفو هیوادونو څخه ښځينه کريکټراني غوره شوي.
د ښځينو سل باليز ليګ به د رواني جولای مياشتې په یووېشتمه نيټه پيل او د اګست مياشتې تر يوېشتمې نيټي پوري به دوام وکړي.