ویسټ انډیز استرالیا ته په ستر توپیر ماتې ورکړه
خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوی ده چي د آسټراليا کرکټ ملي لوبډله د آرون فېنچ په لوبډلمشرۍ ویسټ انډیز کې ولوبېږي. دې اوږد سفر کې به اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله او وېسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله اته لوبې وکړي چې پنځه ېې شل اوريزې او درې هغه ېې پنځوس اوريزې دي.
چي لومړي شل اوریزه لوبه یي هم ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې کټلي وه.
دوهمه شل اوریزه لوبه يي نن ترسره شوه.
د یادي لوبي ټاس یا بچه د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.
ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي د څلورو لوبغاړو په زیان يي په شل اورونو کې يي ١٩٦ منډې ترلاسه کړي او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي ته يي د ١٩٧ منډو هدف ورکړه.
د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې شیمرون هیټمایر په ٣٦ توپونو باندي يي ٧١ منډې ترلاسه کړي او براون په ٣٤ توپونو باندي يي ٤٧ منډې ترلاسه کړي.
د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې میچل مارش ،اشټون او چوش هیزلووډ یوه یوه ویکټه ترلاسه کړي.
اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي په ١٩.٢ اورونو کې يي د ټولو لوبغاړو په زیان يي ١٤٠ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي د ٥٦منډو په توپیر وکټله.
د ا سټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره میچل مارش په ٤٢ توپونو باندي يي ٥٤منډې ترلاسه کړي.
د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې هایډین دري ویکټې او شیلډین کوټریل دوه ویکټې ترلاسه کړي.
د یادي لوبي غوره لوبغاړي شیمرون هیټمایر وټاکل شو نوموړي د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې يي په ٣٦ توپونو باندي يي ٦١ منډې ترلاسه کړي وي.
د یاد سریز په دوام د دواړو لوبډلو ترمنځ دري شل اوریزي لوبي هم ترسره کیږي په یادو لوبو کې به اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله کوشش کوي ترڅو په پاتي دري لوبو کې بریا ترلاسه کړي. که چیري ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله په دري لوبو کې یوه لوبه کې هم بریا ترلاسه کړي نو سریز په خپل نوم کوي.