عمر اکمل د خپلو مینوالو سره په جنجال اوښتي | خبریال

عمر اکمل د خپلو مینوالو سره په جنجال اوښتي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان ملي لوبډلې توپ وهونکی عمر اکمل یو کال ځکه د کرکټ کولو څخه بند وو چې د درغلګرو سره د اړیکو په اړه یې پر وخت د خپل کرکټ بورډ یا کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد څانګې ته راپور نه وو ورکړی.

هغه څو ورځې وړاندې د خپلې یادې کړنې له امله یوه ویډیو کې چې د پاکستان کرکټ بورډ لخوا نشر شوه، له خلکو بخښنه هم وغوښته او د یو کال بند ترڅنګ یې ۴.۲۵ میلیونه پاکستانۍ کلدارې د جریمې په توګه تحویل کړې.

تازه پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې عمر اکمل تېره ورځ د پاکستان کراچۍ کې له خپلو هغو مینه والو سره په جنجال شو چې غوښتل یې له نوموړي سره سیلفي عکسونه واخلي.

که څه هم د جنجال اصلي علت لا نه دی معلوم خو ویل کیږي چې عمر اکمل د یادو مینه والو په اړه پولیسو ته شکایت کړی او د هغوی په وړاندې یې د پولیسو ماموریت کې شکایت ثبت کړی چې اوس یې دوه تنه نیول شوي هم دي.

عمر اکمل ته اوس د پاکستان کرکټ بورډ له لوري د کرکټ د بیا پیل اجازه ورکړل شوې ده خو لومړی به د پوهاوي او روغتیا په برخه پروګرامونه اخلي تر څو په فزیکي او ذهني توګه ملي لوبډله کې د لوبیدو جوګه شي.

اکمل د پاکستان ملي لوبډلې لپاره په ۱۶ ټیسټ ۱۲۱ یوورځنیو او ۸۴ شل اوریزو لوبې لوبیدلی او د خپلې لوبډلې لپاره یې وخت ناوخت ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ