سوریش رانا: که ډوهني په IPL کې ونه لوبیږي زه هم نه لوبیږي | خبریال

سوریش رانا: که ډوهني په IPL کې ونه لوبیږي زه هم نه لوبیږي

خبریال وېبپاڼه / سوریش رانا: که ډوهني د IPL په راتلونکي پړاو کې نه وي؛ زه هم نه لوبېږم.

د هند د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي او ددې هیواد په آی پي ایل لیګ کې د چینای سوپرکینګز لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي سوریش رانا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د آی پي ایل په راتلونکي پړاو کې که مهندرا سینګ ډوهني لوبیږي، نو زه هم لوبېږم او که بیا ونه لوبیږي، زه هم نه لوبېږم.

سوریش رانا د «News 24 Sports» سره په یوې ځانګړې مرکه کې ددې ترڅنګ ویلې، که سږ کال یې لوبډله اتلولۍ ته ورسېده، نو ډوهني ته به قناعت ورکړي، ترڅو د آی پي ایل په راتلونکي پړاو کې هم ولوبېږي.

نوموړي زیاته کړه.

«که چیري ډوهني راتلونکی پړاو ونه لوبیږي، نو زه هم نه لوبېږم، موږ دواړو له ۲۰۰۸م کال څخه راوروسته دلته لوبېدلې یو، په هر حال که سږ کال موږ اتلولۍ ته ورسېدو، نو زه ډوهني ته قناعت ورکو، ترڅو راتلونکی کال هم ولوبېږو.»

د نړیوال کرکټ سره د ډوهني او سوریش رانا مخه ښه

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې دې دوو مخکښو توپوهونکو د تېر ۲۰۲۰م کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه په یوه ورځ له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

مهندرا سینګ ډوهني لومړی د نړیوال کرکټ سره مخه ښه اعلان کړه او له هغه وروسته سوریش رانا هم د ډوهني سره ملګرتیا ته دوام ورکړ او له نړیواله کرکټ سره یې تقاعد اعلان کړ.

په ملې لوبډله کې د ډوهني او سوریش رانا لوبې

۳۹ کلن ډوهني په ۲۰۰۴م کال کې د هندۍ کرکټ ملې لوبډلې سره یو ځای شوی وو او له هغه وروسته یې د یادې لوبډلې لپاره ۹۰ ټیسټ، ۳۵۰ یو ورځنۍ او ۹۸ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۴۸۷۶ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۷۷۳ منډې او په شل اوریزه سیالیو کې یې بیا ۱۶۱۷ منډې جوړې کړې دي.

ددې ترڅنګ سوریش رانا د ۲۰۰۵م کال څخه بیا تر ۲۰۱۸م کال پورې د هند ملې لوبډلې لپاره لوبې وکړې.

رانا ۱۸ ټیسټ، ۲۲۶ یوورځنۍ، ۷۸ شل اوریزه او ۱۰۹ بیا فرسټ کلاس لوبې وکړې، چې په ټیسټ لوبو کې یې ۷۶۸ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۵۶۱۵ منډې، په شل اوریزه لوبو کې یې ۱۶۰۵ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۶۸۷۱ منډې کړې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ