راشد خان: غواړم چي په څلورم پوزیشن توپ وهنه ترسره کړم | خبریال

راشد خان: غواړم چي په څلورم پوزیشن توپ وهنه ترسره کړم

خبریال وېبپاڼه / راشد خان د خپلې خوښې د بېټینګ پوزېشن مشخص کړ.

د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان ( کورټلي کرشمه شوو ) په نوم انلاين ويډيويې خپرونه کې د خپل بيټينګ او لوبيز ژوند په اړه غږېدلی.

راشد خان وايي چې د کرکټ پيل يې د يوه بيټسمين په توګه وکړ او وخت نا وخت يې سپين بالينګ کوه خو وروسته يې احساس کړه چې افغانستان ليګ سپين توپ اچوونکي ته ضرورت لري ځکه خو يې بالينګ ته خپله توجه زياته کړه.

راشد خان په افغان لوبډله کې د يوه مسلکي بالر په حيث دنده مخ ته وړي خو په دې وروستيو څو کلونو کې د بالينګ الراونډر په بڼه لوبه کوي او په نړيوال کرکټ کې يې په خپل بيټنګ کې ۶ نيمه سليزې هم په خپل نوم ثبت کړي دي.

نوموړی په خپل بيټينګ لا ډېر کار کوي او غواړي په راتلونکې کې د افغان لوبډلې د بيټينګ په منځنۍ برخه ( مېډل آرډر ) کې توپ وهنه وکړي.

خان وايي ” له تېرو دوه نيمو کلونو راهيسې ما په خپل بيټينګ ډېر کار کړی دی چې په لوور آرډر کې ۲۰ يا ۲۵ تېزې منډې کولی شم. هيله مند يم په راتلونکو کلونو کې په څلورم يا پنځم پوزېشن بيټينګ وکړی شم”.

راشد خان دغه راز په ټېسټ کرکټ هم وغږېد. نوموړی که څه هم په محدود فارمټ لوبو کې خورا نوموتې څېره يادېږي خو په ټېسټ کرکټ کې هم د نوموړي کارکردګي غوره ده.

راشد پنځه ټېسټ لوبې کړې دي چې په دغه لوبو کې هغه ۱۰۶ منډې کړې او ۳۴ وکټې يې اخيستې دي.

کله چې د ټېسټ او شل اوريزو لوبو د تفاوت په اړه له هغه پوښتنه وشوه نو راشد يې په اړه وويل:

” زه له ټېسټ کرکټ سره مينه لرم او ما له مختلفو لوبډلو سره د تر سره کړو تېرو پنځه ټېسټ لوبو څخه خوند اخيستی.

زه فکر کوم ټېسټ کرکټ ما ته لا ډېر وخت راکوي چې په خپلو مهارتونو کار وکړم.

ټېسټ داسې فارمټ دی چې ستا کرکټ قوي کوي. په شل اوريزو لوبو کې سړی نه شي کولای چې مختلفې تجربې تکرار کړي ځکه هلته دومره وخت نه وي، ولې ټېسټ کرکټ ستا مهارت او سکېل ټيسټ کوي.

ته پوهېږې چې د شل اورونو بال سپېل څنکه کېږي او د ۳۰ اورونو سپېل څه ډول کېږي”.

راشد خان چې څو ورځې وړاندې د افغان لوبډلې د شل اوريزو لوبو کپتان وټاکل شو، دا وخت په انګلينډ کې دی او هلته به په يو شمېر شل اوريزو او بیا ورپسې د سلو بالونو نوي پیلیدونکي تجارتي لوبو کې ولوبېږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ