هغه څلور لوبډلې چي زیاتي یورځیني لوبي يي بایللي | خبریال

هغه څلور لوبډلې چي زیاتي یورځیني لوبي يي بایللي

خبریال وېبپاڼه / هغه هیوادونه چې زیاتې یو ورځنۍ لوبې یې بایللې.

د کرکټ ټرېکر په نوم یوې هندۍ ورزشي ویبپاڼې د هغو هیوادونو لیست خپور کړی، چې پکې په زیاتو یو ورځنیو لوبو کې یې ماته خوړلې.

د یاد لیست په بنسټ سریلانکا کرکټ ملې لوبډله، هغه لوبډله ده، چې تر نورو ټولو هیوادونو یې د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې زیاتې ماتې خوړلې دي.

سریلانکا په خپلو ترسره کړیو ۸۶۰ یو ورځنیو لوبو کې ۴۲۸ ځلې ماته خوړلې، چې بل هیڅ هیواد په یو ورځنیو لوبو کې دومره لوبې نه دي بایللې.

سریلانکا په خپلو ترسره کړیو ۸۶۰ یو ورځنیو لوبو کې ۴۲۸ ځلې ماته خوړلې، چې بل هیڅ هیواد په یو ورځنیو لوبو کې دومره لوبې نه دي بایللې.

تر هند وروسته پاکستان د لیست په درېیم، ویسټ انډیز په څلورم، زیمبابې په پنځم، نیوزیلنډ په شپږم، انګلستان په اووم او اسټرالیا بیا د لیست په اتم ځای کې شتون لري، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې زیاتې لوبې بایللي.

هغه هیوادونه، چې د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې یې زیاتې لوبې بایللي.

لومړي: سریلانکا کرکټ ملې لوبډله چي ۸۶۰ یو ورځني لوبي يي ترسره کړي چي په یادو ٨٦٠ یورځینو لوبو کې یې ۴۲۸ لوبې بایللي.

دوهم: هندوستان کرکټ ملې لوبډله چي ۹۹۳ یو ورځني لوبي يي ترسره کړي دي. چي په یادو ٩٩٣ لوبو کې یې ۴۲۷ لوبې بایللي.

دریم: پاکستان کرکټ ملې لوبډله چي ۹۳۳ یو ورځنی لوبي يي ترسره کړي چي په یادو ٩٣٣ لوبو کې یې ۴۱۴ لوبې بایللي.

څلورم: ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډله چي ۸۲۸ یو ورځنی لوبي يي ترسره کړي دي چي په یادو ٨٢٨ لوبو کې یې ۳۸۴ لوبې بایللي.

پنځم: زیمبابې کرکټ ملې لوبډله چي ۵۳۲ یو ورځنی لوبي يي ترسره کړي دي چي په یادو ٥٣٢ لوبو کې یې ۳۷۵ لوبې بایللي.

دا هغه پنځه لوبډلي دي چي تر نورو لوبډلو يي زیاتي یورځني لوبي يي بایللي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ