نوین الخق: د پاکستان پر وړاندي لوبیدل راته یو بل ډول احساس راکوي | خبریال

نوین الخق: د پاکستان پر وړاندي لوبیدل راته یو بل ډول احساس راکوي

خبریال وېبپاڼه/ نوین‌الحق: شل اوریزه لوبو کې قوي ټیم یو، د نړۍ هره لوبډله ماتولای شو.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي نوین‌الحق د امریکا غږ اشنا راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلې افغان کرکټ ملې لوبډله په شل اوریزه سیالیو کې قوي لوبډله ده او په خبره یې کولای شو، د نړۍ هرې لوبډلې ته ماتې ورکړو.

نوین‌الحق په یاده مرکه کې ویلې، راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې به مو لومړنۍ هڅه دا وي، چې د ګروپ لوبې وګټو او دویم پړاو ته لاره پيداکړو.

د امریکا غږ اشنا راډیو سره د نوین‌الحق د مرکې مهمي خبري

۱ـ د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالۍ د نورو هیوادونو له لیګونو څخه مختلفې دي، دلته خورا مهم لوبغاړي لوبیږي او زما لپاره یوه لویه تجربه ده.

۲ـ له مینوالو پرته کرکټ هیڅ خوند نه درلود، اوس په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې ۳۰ سلنه نندارچیانو ته اجازه ده، ترڅو لوبغالي ته راسي او لوبې له نژدې وګوري.

۳ـ په کابل کې د افغان ملې لوبغاړو تمریناتي کمپ خورا په ښه ډول روان دی او لوبغاړي په هره برخه کي خورا په مسلکي ډول روزل کیږي. ددې تمریناتي کمپ موخه د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته او راتلونکي نړیوال جام ته چمتوالی نیول دي.

۴ـ زموږ لوبډله اوس ډېره قوي ده، موږ اوس باید هغه فکر ونه کړو، چې یوازې باید تکړه ټیمونو سره ولوبیږو؛ بلکې د ماتې ورکولو په موخه باید ورسره ولوبیږو او زموږ لوبډله په شل اوریزه سیالیو کې خورا قوي ده، چې کولای سو د نړۍ هر ډول لوبډلې ته ماتې ورکړو.

۵ـ د پاکستان پر وړاندې راتلونکې سیالۍ موږ ته خورا مهمي دي. د پاکستان سره لوبېدل راته یو بل ډول احساس راکوي. زه په خپلو لوبغاړو باور لرم، لکه څنګه چې مورو نورو هیوادونو سره ښې سیالۍ وکړې، پاکستان سره به هم ښې لوبې وکړو.

ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.

دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ