د پاکستانۍ لوبډلې په اړه د انظمام الخق تازه څرکندوني | خبریال

د پاکستانۍ لوبډلې په اړه د انظمام الخق تازه څرکندوني

خبریال وېبپاڼه / انطام الخق:پاکستاني لوبغاړي يوورځنيو لوبو کې داسې لوبه کوي لکه د شل اوريزو.

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخوانی لوبغاړی انظمام الحق وايي چې د انګلینډ په وړاندې پاکستاني لوبغاړي تېرو دوه لوبو کې داسې لوبيدل لکه شل اوریزې لوبې چې وي.

هغه وايي چې يادو لوبو کې د سټرايک بدلولو او سېنګل اخيستلو پرځای لوبغاړو په ميسنګ او غټو شاټونو وهلو تکيه کوله، کوم څه چې د يو ورځنيو لوبو لپاره مناسب نه دي.

هغه وايي “هر توپ‌ وهونکي هڅه کوله څلور بالونه ميس کړي او بيا غټ شاټ ووهي، په يو ورځنيو لوبو کې که سټرايک بدل نه کړې او ځان ښه سيټ نه کړې نو دغه ۱۵۰ او ۱۹۰ منډې به کوې”.

انظمام وايي چې يوازینی لوبغاړی سعود شکيل وو چې د يو ورځنيو لوبو مطابق ولوبيده او په فشار حالت يې ښه لوبه وکړه چې د پاکستان د کرکټ لپاره یې ښه زيری ګڼلی شو.

نوموړی زياتوي چې په بعضو ځايونو کې شکيل کار کولو ته اړتيا لري تر څو لا ښه توپ‌ وهونکی شي خو له تخنیکي او په ځان باور درلودلو له پلوه هغه پياوړی دی.

پاکستان تېره ورځ د انګلينډ له دوهمې لوبډلې ماتې خوړلو سره د يو ورځنيو لوبو سيريز هم بايلوده چې ورسره يې د کرکټ د پاکستاني مينه والو نيوکې هم را وپارولې.

تمه ده چې د پاکستان او انګلينډ تر منځ به وروستۍ يوورځنۍ لوبه د سه شنبې په ورځ وشي او بيا به یې په تعقيب دواړه لوبډلې په درې شل اوریزو لوبو کې هم يو د بل په وړاندې د سياليو ډګر ته ښکته شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ