هاشم امله په جادوي توپ وهني سره لوبه مساوي وکړه | خبریال

هاشم امله په جادوي توپ وهني سره لوبه مساوي وکړه

خبریال وېبپاڼه / هاشم امله په ۲۷۸ توپونو ۳۷ منډې وکړې او لوبه یې مساوي کړه.

د سویلي افریقا افسانوي مسلمان توپوهونکي د انګلستان په کورنیو ټېسټ قهرمانۍ جام سیالیو کې د جولای په ۸ مه نېټه د همپشایر پر وړاندې لوبه کې خپل جاود څرګند کړ او د بالرانو جادو یې رد کړ.

دا لوبه په ساوتمټن سیمه کې ترسره شوه، چې هاشم امله پکې په ۲۲ کم درې سوه توپونو درې کم ۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې ماتې ته پرېنښوده.

نوموړي په لومړیو سلو (۱۰۰ ) توپونو یواځې درې منډې کړې وې او لکه دېوال د بالرانو پر وړاندې ولاړ و.

دی په کاونټي ټېسټ قهرمانۍ لوبو کې له سُري لوبډلې سره لوبېږي او داسې وخت کې په مېدان کې ولاړ و، چې په ۱۲۸ منډو یې ۸ وېکټې تللې وې.

ده پوره ۲۷۸ توپونه ولوبول په دې ډول یې لوبډله تر وروستۍ ورځې ژوندۍ وساتله.

په ۱۲۶ م توپ یې یواځې یوه څلوریزه ووهله.

د هاشم امله کېچ په سلېپ کې د این هولنډ لخوا د کېت بارکر په توپ ډراپ کړ او دا مهال امله ۳۰ منډې کړې وې، که چېري دا کېچ د همپشایر لوبډلې اخیستی وای، نو لوبه یې ګټله.

هاشم امله یو ځل مخکې هم د انګلستان پر وړاندې لوبه کې ریکارډ جوړ کړی و.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ