د ملي اتل ضياءالرحمان اکبر پلار په حق رسېدلی | خبریال

د ملي اتل ضياءالرحمان اکبر پلار په حق رسېدلی

خبریال وېبپاڼه / ملي اتل ضياءالرحمان چې له انګلستانه يې تېره ورځ د خپل پلارجان او مورجانې د مريضتيا خبر ورکړی و، نن يې پلار جـان خپل روح حق ته وسپاره.

ضياءالرحمان اکبر سپېنر توپ اچوونکی لوبغاړی چې اوس مهال له هېواده بهر په انګلستان کې په سيالېو بـوخت دي، بالاخره پلار جان يې د سختې ناروغۍ وروسته ومـړ.

که څه هم ښاغلي اکبر تر اوسه په رسمي اکونټونو څه ندي ويلي، خو دا خبره د کرکټ بل ملي لوبغاړي کريم صادق پخپله فيسـبوک پاڼه وکړه، نوموړي ليکلي: ( د کرکټ ملي ټیم ستوري ضیالرحمن اکبر پلار د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسیدلی،
مرحوم ته له خدایه د مغفرت دعا کوم او ضیالرحمن دوۍ کورنۍ ته جمیل صبر غواړم.)

له ضياءالرحمان اکبر سره د افغان لوبغاړو غمشريکي

تیره ورځ د ملي لوبغاړي ضياءالرحمان اکبر پلارجان د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل روح حق ته وسپاره، چې نورو ملي لوبغاړو هم ورسره په غم کې ځانونه شريک وبلل او د تسليت پيغامونه يې وړاندې کړل.

ملي لوبغاړی ضياءالرحمان اکبر چې اوس مهال له هېـواده بهر په انګلستان کې په سيالېو بوخت دی، نشـي کولای تر څو د پلار په جنازه کـې شرکت وکړي ځکه رسېدنه ورته ناممکنه ده.

له ښاغلي اکبر سره ملي لوبغاړو کريم صادق، افتاب عالم، شرف الدين اشرف، دولت ځدران او ورته نورو هـم پخپلو رسمـي فيسبوک پاڼو او ټوېټر پاڼو غمشريکي وړاندې کړې، او د تسليت پيغام يې ويلی.

د پلارجان له مرګ وروسته پخپله ضياءالرحمان اکبر هم ډېر د مايوسۍ احساس کړی، نوموړي خبريال او د کرکټ څارونکي جعفر هاند ته هم د زړه درد بيان کړی، او په وينا يې نـور يې زړه چـوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ