محمد نبي یوازیني افغان لوبغاړي دي چي زیاتي شل اوریزي سیالي يي ترسره کړي | خبریال

محمد نبي یوازیني افغان لوبغاړي دي چي زیاتي شل اوریزي سیالي يي ترسره کړي

خبریال وېبپاڼه/ محمدنبي په ګډون هغه لوبغاړي، چې ملې لوبډلي لپاره یې زیاتې شل اوریزه لوبي کړي.

شل اوریزه لوبي د کرکټ پیاوړی فارمټ دی، چې په دې فارمټ کې اوس لوبغاړي ډېر مشهور دي او په دې برخه کې زیات لوبغاړي اوس رابرسېره شوي دي.

شل اوریزه لوبو کې تر ډېره پوري د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړي هم اوس مشهوره دي، موږ په دې لیکنه کې هغه لوبغاړي در پېژونو، چې د خپل هیواد لپاره زیاتې شل اوریزه لوبي ترسره کړي وي، په لومړي ځای کې د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړی شعیب ملک شتون لري، هغه تر دې دمه پوري ۱۱۵ شل اوریزه لوبي د خپل هیواد پاکستان لپاره ترسره کړي دي، په دوهم ځای کې د هندوستان کرکټ ملې لوبډلي پیاوړی توپ وهونکی روهیت شرما شتون لري هغه تر دې دمه پوري د خپل هیوان هند لپاره په ۱۱۱ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې ده.

ورپسې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلي لوبډلمشر ایون مورګن دي، هغه د خپل هیواد لپاره تر دې دمه پوري ۱۰۵ لوبي ترسره کړي دي، په څلورم ځای کې د نیوزلینډ دوهم لوبغاړي روس ټایلر او مارټین ګوپټيل دي، دې دوو لوبغاړو تر اوسه ۱۰۲ شل اوریزه لوبي د خپل هیواد لپاره ترسره کړي دي، پنځم ځای کې د ایرلینډ د کرکټ ملې لوبډلي پیاوړی توپ وهونکی او توپ اچونکی کیون اوبراین موجود دي هغه د ایرلینډ لپاره ۹۶ شل اوریزه لوبي ترسره کړي دي.

محمود الله ریاض د بنګله دیش د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړي دي، چې په زیاتو شل اوریزه لوبو کې یې د بنګله دیش لپاره برخه اخیستې ده، هغه پ۸۹ لوبي لوبولي دي، اووم ځای کې د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړی ډیویډ میلر شتون لري، هغه ۸۶ شل اوریزه لوبي ترسره کړي دي، په اتم ځای کې لاسټ ملینګا د سریلانکا د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړي شتون لري، چې ۸۴ شل اوریزه لوبي یې ترسره کړي دي.

په نهم ځای کې د ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړی کرین پولارډ شتون لري، هغه تر دې دمه پوري ۸۴ شل اوریزه لوبي ترسره کړي دي او په لسم ځای کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلي ځلانده ستوری محمد نبی عیسی خیل، چې نړیوال ورته د ولسمشر خطاب کوي شتون لري هغه تر اوسه پوري د افغانستان کرکټ ملې لوبډلي لپاره تر ټولو ډېري ۸۱ شل اوریزه لوبي ترسره کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ