راتلونکي نړیوال شل اوریز جام او پکي د افغان لوبډلې سیالي | خبریال

راتلونکي نړیوال شل اوریز جام او پکي د افغان لوبډلې سیالي

خبریال وېبپاڼه / د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام راتلونکی پړاو.

ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.

یادي لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.

راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام په دوو پړاونو کې ترسره کیږي، چې په لومړي پړاو کې به بنګله دېش، سریلانکا، عُمان، پاپو نګیني، ایرلینډ، هالنډ، سکټالنډ او نیمیبیا هیوادونه په خپلو منځونو کې ۱۲ لوبې د عُمان هیواد په کوربتوب له ټاکل شوې نیټې مخکې ترسره کړي او څلور مخکښې لوبډلې به یې د ۱۲ لوبډلو غوره پړاو ته لاره پیداکړي.

افغانستان، هند، پاکستان، انګلينډ، ويسټ انډيز، سويلي افريقا، آسټراليا او نيوزيلينډ هغه اته لوبډلې دي، چې وار له مخې یې ۱۲ غوره لوبډلو ته لاره پیداکړې.

له هغه وروسته د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې نېټې څخه بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مي نېټې پوري د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ په دوو ګرپونو کښي د کرکټ شل اوریزه نړیوال ترسره کیږي، چې هره لوبډله به په خپل ګروپ کښي پنځه ـ پنځه سیالۍ ولري.

د معلوماتو له مخې د هر ګروپ څخه به دوې ـ دوې مخکښي لوبډلې بل پړاو ته لاره پيداکړي، چې لومړی د څلورو لوبډلو ترمنځ دوې نیمه پایلوبې او له هغه وروسته به بیا د نوومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د دوو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه نړیوال جام پایلوبه ترسره شي.

په یاد نړیوال جام کې د افغانستان لوبې

لومړی ګروپ: اسټرالیا، نیوزیلنډ، ویسټ انډیز، پاکستان

دویم ګروپ: انګلستان، هندوستان، سویلي افریقا، افغانستان

دا هغه اته لوبډلې دي، چي وار له مخې یې نړیوال جام ته لاره پیداکړې، خو په لومړي پړاو کي تر نړیوال جام مخکې سریلانکا، ایرلینډ، پاپو نګیني، عُمان، بنګله دېش، ندرلینډ، سکاټلنډ او نیمیبیا هغه اته لوبډلې دي، چې وبه لوبیږي او د دوی څخه به څلور مخکښي لوبډلې د نړیوال جام په لومړي او دویم ګروپ کي ځای پر ځای کړل شي.

په همدې اساس افغانستان په دویم ګروپ کې له انګلستان، سویلي افریقا، هندوستان سره لوبیږي او ددې ترڅنګ په لومړي پړاو کي دې ګروپ ته ورپېژندل شویو دوو لوبډلو سره به ولوبیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ