د پاکستانۍ لوبډلې پرلپسي ماتې او د مبصرینو تبصرې | خبریال

د پاکستانۍ لوبډلې پرلپسي ماتې او د مبصرینو تبصرې

خبریال وېبپاڼه /د پاکستان کرکټ لوبډلې د انګلستان پر وړاندې د پنجشنبې او شنبې په ورځو کې له انګلستان څخه بې سارې ماتې وخوړې او دې چارې د پاکستان کرکټ مبصرین په غوسه کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۸ مه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه انګلستان په ۹ وېکټو وګټله په داسې حال کې چې د انګلستان بي لوبډلې لوبغاړي نسبت مشرانو یا سینیئر لوبغاړو ته په لوبډله کې زیات دي.

پاکستانیانو دا سوچ کاوه چې د اېوېن مورګن، جاس بټلر، جوني بېرسټو، جېسن رای، جوفرا ارچر، کرېس ووکس، کرېس جورډن، عادل رشید او معین علي په نشتون کې به ډېر ژر سیریز وګټي؛ خو خبره د توقع خلاف شوه او په دواړو یو ورځنیو لوبو کې پاکستان په خورا ستر توپیر مات شو.

دویمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په لسمه په ۵۸ منډو انګلستان وګټله.

په دې بایلاتو پاکستاني مبصرینو خپلې له غوسې ډکې تبصرې کړي دي.

رمیز راجا

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او اوسنی کرکټ مبصر دی، چې د پاکستان په لوبو تبصرې کوي او ځېنې وخت په خپل یوټیوب چېنل هم د لوبډلو په اړه وضاحت ورکوي.

ده ویلي دي چې د پاکستان پیاوړې لوبډلې د انګلستان د بي یا دویمې لوبډلې پر وړاندې شرموونکې ماتې وخوړې.

هغه ویلي چې د بابراعظم، رضوان، فخرزمان، فهیم اشرف، حسن علي او شاداب خان په شتون کې لوبډلې سترې ماتې وخوړې؛ چې دا د توقع خلاف کړنه ده.

هغه ویلي چې فخرزمان لخوا لومړۍ لوبه کې سهیب مقصود رن اوټ شو، وروسته بیا د شاداب خان او حسن علي د شاټ وهلو اړتیا نه وه، دوی باید وېکټې ساتلې وې او اورونه یې تر اخره لوبولی وای؛ خو دوی ټول تر څلوېښتم اوور ونه رسېدل او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د شعیب اختر تبصره

شعیب اختر په خواشیني انداز په خپل یوټیوب چېنل کې ویلي چې لوبه خو به مو لیدلې وي، چې د انګلستان د اکاډومۍ لوبډلې د پاکستان لوبډله ماته کړه.

هغه ویلي چې پاکستان ښایي درېیمه لوبه هم وبایلي او په دې ډول سیریز کې به کلین سویپ شي.

اختر زیاته کړې چې ذهن باید جوړ وي، باید لوبغاړی پوه شي چې څوک باید توپوهنه وکړي او څوک باید توپ اچونه وکړي.

دنیا څنګه مخته راونه ده او زموږ لوبغاړي څنګه مخته ځي.

نوموړی کاږي چې د پاکستان په تاریخ کې د دې لوبډلې بد ریکارډ ووت او دا یې د توپوهنې تر ټولو زیاته کمزوري ده.

دا په داسې حال ده چې د سه شنبې په ورځ د مازیګر په ۴ نیمو بجو دواړه لوبډلې درېیمه یو ورځنۍ لوبه برمېنګهم سیمه کې ترسره کوي او که پاکستان دا لوبه وبایلي، نو لا به یې لوبډله، لوبغاړي او د رهبرۍ غړي له نیوکو سره مخ شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ