د هند او سریلانکا ترمنځ راتلونکي سیالي | خبریال

د هند او سریلانکا ترمنځ راتلونکي سیالي

خبریال وېبپاڼه / د هندوستان او سرېلانکا د لوبو نوې نیټې په ډاګه شوې

ټاکل شوي ده چي د هند او سرېلانکا ملي لوبډلو ترمنځ کیدونکې د درې شل اوریزه او درې یو ورځنیو لوبو پيل د رواني جولای مياشتې په ديارلسمه نېټه شوی وی.

په کوئيډ۱۹ ناروغۍ د سرېلانکايي لوبډلې د توپ وهنې د رزونکي ګرینټ فلاور او انلیسټ اخته کیدل ياد سيريز وځنډاوه، چې اوس دواړو کرکټ بورډونو په نوي مهالوېش توافق کړی.

همدارنګه ويل کيږي چې نن به د کوربه سرېلانکا لوبډلې د ټولو لوبغاړي یو ځل بیا د کوئيډ۱۹ معاينه وشي.

د هند کرکټ بورډ په يوه نوي خپره شوي اعلاميه کې ويلي چې د سريلانکا سره راتلونکې لوبې به د جولای مياشتې د ديارلسمې نيټې پر ځای په اتلسمه نيټه پيل شي.

اعلاميه زياتوي چې دواړو کرکټ بورډونو دا پريکړه وروسته له هغې وکړه چې د سريلانکايي لوبغاړو په منځ کې د کوئيډ۱۹ دوه ټيسټونه مثبت شول.

د يوورځنيو لوبو سيريز

لومړني یورځیني لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ ۱۸ د جولای ترسره کیږي، دوهمه یورځیني لوبه بیا په ٢٠ ام د جولای او وروستي یورځیني لوبه د جولای په ٢٣ مه نیټه ترسره کیږي.

د شل اوریزو لوبو سيريز

لومړي شل اوریزه لوبه د دواړ لوبډلو ترمنځ په ٢٥ ام د جولای ترسره کیږي، دوهمه شل اوریزه لوبه يي د جولای په ٢٣ مه او وروستي شل اوریزه په ٢٩ ام د جولای ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ