ویسټ انډیز او اسټرالیا سبا دریمه شل اوریزه لوبه ترسره کوي | خبریال

ویسټ انډیز او اسټرالیا سبا دریمه شل اوریزه لوبه ترسره کوي

خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوی ده چي د آسټراليا کرکټ ملي لوبډله د آرون فېنچ په لوبډلمشرۍ ویسټ انډیز کې ولوبېږي. دې اوږد سفر کې به اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله او وېسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله اته لوبې وکړي چې پنځه ېې شل اوريزې او درې هغه ېې پنځوس اوريزې دي.

چي لومړي شل اوریزه لوبه يي ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي کټلي وه، همدارنګه دوهمه شل اوریزه لوبه هم ویسټ انډیز لوبډلي کټلي وه.

د یادي لوبډلو ترمنځ دریمه شل اوریزه لوبه سبا سهار د افغانستان پر وخت څلور نیمي بجي ترسره کیږي.

د لومړي لوبي جزییات

د یادي لوبي ټاس یا بچه د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي د شپږو لوبغاړو په زیان يي په شل اورونو کې يي ١٤٥ منډې ترلاسه کړي او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي ته يي د ١٤٦ منډو هدف ورکړه.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې انډریو رسل په ٢٨ توپونو باندي يي ٥١ منډې ترلاسه کړي او لینډې سمسون په ٢٨ توپونو باندي يي ٢٧ منډې ترلاسه کړي.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې چوش هیزل ووډ دري ویکټې ترلاسه کړي او میچل مارک بیا دوه ویکټې ترلاسه کړي.

اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي په ١٦ اورونو کې يي د ټولو لوبغاړو په زیان يي ١٢٧ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي د ١٨ منډو په توپیر وکټله.

د ا سټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره میچل مارش په ٣١ توپونو باندي يي ٥١ منډې ترلاسه کړي.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې اوبید څلور ویکټې او هایډین دري ویکټې ترلاسه کړي.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي اوبید مکوای وټاکل شو نوموړي د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې په څلورو اورونو کې يي د ٢٦ منډو په ورکولو سره يي څلور ویکټې ترلاسه کړي وي.

همدارنګه د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه شل اوریزه لوبه سبا د افغانستان پر وخت سهار څلور بجي ترسره کیږي. په یاده لوبه کې به اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله کوشش کوي ترڅو ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته ماتې ورکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ