عبدالله مزاري: راتلونکي نړیوال شل اوریز جام لپاره به لوبډله اسلامي امارت ټاکي | خبریال

عبدالله مزاري: راتلونکي نړیوال شل اوریز جام لپاره به لوبډله اسلامي امارت ټاکي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی عبدالله مزاري چې په دې وروستیو کې د پاکستان اسلام اباد ښار ته تللی او هلته یې کاروبار پیل کړی دی، وايي چې راتلونکي نړیوال شل اوریز جام ته به لوبډله د اسلامي امارات انتخابوي.

د عبدالله مزاري یو غږیز کلیپ د افغان کریک انفو په فېسبوکپاڼه کې خپور شوی دی، چې هغه پکې ادعا کوي چې په راتلونکو ۱۰، ۱۵ یا ۲۰ ورځو کې به (اسلامي او رښتینی قرآني نظام) راتلونکی دی او په افغانستان کې به امن راځي او یوه پټاقۍ به هم پکې نه اورېدل کېږي.

هغه په خپلو خبرو کې  زیاتوي، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته به حق حقدار ته سپارل کېږي، د ای سي سي او اې سي سي ټولو سره به ښې اړیکې وي او افغانستان به په المپيک کې هم ګډون کوي.

نوموړي وايي چې (الله دې ټوله نړۍ کې اسلامي نظام راولي) او په خاصه توګه (په افغانستان کې)، زموږ د اسلامي امارت به د ټولې نړۍ سره ښه روابط وي، بېغمه اوسئ.

عبدالله مزاري مخکې هم په خپلو ځینو پوسټونو کې ورته څرګندونې کړې وې، چې د افغانانو له خوا له سختو نیوکو سره مخ شوی و، هغه چې دلته دوه لسیزې په کرکټ کې ولوبېده، پېسې، شهرت او هر څه یې ترلاسه کړل، له استعفا وروسته بېرته پاکستان ته په کډه شو او وروسته له هغه یې دغه څرګندونې شروع کړې.

عبدالله مزاري تېر کال له هر ډول کرکټ څخه استعفا ورکړه، خو سږکال یې بیا وویل، چې هغه بېرته راستنېږي او د شپږیزې کرکټ لیګ لپاره یې بیا ځلې نوملیکنه هم کړې ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ