پرلپسي ماتې، سریز يي هم وبایلو | خبریال

پرلپسي ماتې، سریز يي هم وبایلو

خبریال وېبپاڼه / ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي اسټرالیا ته په دریمه شل اوریزه لوبه کې په ستر توپیر ماتې ورکړه او د شل اوریزو لوبو سریز يي هم تري وکټلو.

ټاکل شوی ده چي د آسټراليا کرکټ ملي لوبډله د آرون فېنچ په لوبډلمشرۍ ویسټ انډیز کې ولوبېږي. دې اوږد سفر کې به اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله او وېسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله اته لوبې وکړي چې پنځه ېې شل اوريزې او درې هغه ېې پنځوس اوريزې دي.

چي لومړي شل اوریزه لوبه يي ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي کټلي وه، همدارنګه دوهمه شل اوریزه لوبه هم ویسټ انډیز لوبډلي کټلي وه.

او د یادو لوبډلو ترمنځ دریمه شل اوریزه لوبه نن سهار د افغانستان پر وخت څلور نیمي بجي ترسره شوه. چي په یاده لوبه کې هم ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي بریا خپله کړه.

د دریمي لوبي جزییات

د یادي لوبي ټاس یا بچه د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه او د توپ اچوني بلنه يي د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.

اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي د شپږو لوبغاړو په زیان يي په شل اورونو کې يي ١٤١ منډې ترلاسه کړي او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته يي د ١٤٢ منډو هدف ورکړه.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې موسیس په ٢٩ توپونو باندي يي ٣٣ منډې ترلاسه کړي او ارون فینچ په ٣١ توپونو باندي يي ٣٠ منډې ترلاسه کړي.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې هایډین دوه ویکټي ترلاسه کړي.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي په ١٤.٥ اورونو کې يي د څلورو لوبغاړو په زیان يي ١٤٢ منډې ترلاسه کړي او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي ته يي په دریمه شل اوریزه لوبه کې يي د شپږو ویکټو په شتون کې ماتې ورکړه.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره کریس ګیل په ٣٨ توپونو باندي يي ٦٧ منډې ترلاسه کړي. او پوران په ٢٧ توپونو باندي يي ٣٢ منډې ترلاسه کړي.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې رایلي دريا ویکټې او میچل سټارک یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي کریس ګیل وټاکل شو نوموړي د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي په ٣٨ توپونو باندي يي ٦٧ منډې ترلاسه کړي وي.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي د یادي لوبي په کټلو سره وتوانیده چي د شل اوریزو لوبو سریز په خپل نوم کړي. یادي دواړه لوبډلي به دوه شل اوریزي لوبي نوري هم ترسره کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ