په یاد لیست کې مجیب الرحمن هم شتون لري | خبریال

په یاد لیست کې مجیب الرحمن هم شتون لري

خبریال وېبپاڼه /د یوورځنیو لوبو هغه لوبغاړي چي په لومړيو لسو اورنو کې یې زیاتې ویکټي ترلاسه کړي

۴ هغه لوبغاړي چې په یو ورځنیو لوبو کې په لومړيو لسو اورنو کې یې زیاتې ویکټي اخیستي دي، مجیب هم پکې شته.

له ۲۰۱۶ کال څخه راوروسته په یو ورځنیو لوبو کې زیات توپ اچونکي راغله ولاړه او هغه، چې پاتې دي بیا ښه کار ګردګیاني پکې وښودلې.

په دا لیکنه کې څلور هغه لوبغاړي درپېژنو، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې له ۲۰۱۶ کال څخه بیا تراوسه په لومړیو لسو اورنو کې زیاتې ویکټي اخیستي دي، چې په دې ډله کې مجیب الرحمن ځدران هم شتون لري.

په لومړي ځای کې د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلي پیاوړی تېز توپ اچونکی کریس اوکس شتون لري هغه له ۲۰۱۶ کال څخه بیا تراوسه پوري د یو ورځنیو لوبو په لومړیو لسو اورنو کې ۵۴ لوبغاړي سوځولي دي، اوکس په عموم کې تر دې دمه پوري ۱۰۶ لوبي کړي دي، چې په دې کې یې ۱۵۵ ویکټي اخیستي دي.

په دوهم ځای کې د نیوزلینډ د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړی ټرینټ بولډ شتون لري هغه په یو ورځنیو لوبو کې ۵۰ لوبغاړي په لومړیو لسو اورونو کې سوځولي دي، دې لوبغاړي په نړیوال پنځوس اوریزه لوبو کې تر دې دمه پوري ۹۳ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي دي، چې په دې کې یې ۱۶۹ لوبغاړي سوځولي دي.

په دریېم ځای کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلي پیاوړی سلو توپ اچونکی مجیب الرحمن ځدران شتون لري دې لوبغاړي له ۲۰۱۶ کال راهیسي په یو ورځنیو لوبو کې په لومړیو لسو اورونو کې ۳۸ لوبغاړي سوځولي دي، مجیب په ټوله کې ۴۳ یو ورځنۍ لوبي کړي، چې په یادو لوبو کې یې ۷۰ لوبغاړي سوځولي دي.

او په څلورم ځای کې د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلي لوبغاړی کجیسو رباډا شتون لري، هغه ۳۴ لوبغاړي سوځولي دي، په عموم کې رباډا ۷۷ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي، چې په دې لوبو کې يې ۱۱۹ لوبغاړي سوځولي دي.

دا هغه څلور لوبغاړي دي کوم چي يي په نړیوالو یورځینو لوبو کې يي په لومړیو لس اورونو کې يي تر نورو لوبغاړو يي زیاتي ویکټې يي ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ