هغه لوبغاړي چي په یو اننګز کي يي زیاتي شپږیزي يي ترلاسه کړي | خبریال

هغه لوبغاړي چي په یو اننګز کي يي زیاتي شپږیزي يي ترلاسه کړي

خبریال وېبپاڼه / لس هغه لوبغاړي، چې یوه انینګز کې یې زیاتې شپږیزې وهلې.

د کرکټ په نړۍ کې شپږیزې هغه څه دي، چې مینوال خورا زیات لري او د کرکټ مینوال غواړي په هره لوبه کې شاټونه وویني او ورڅخه خوند واخلي.

زیات شمېر لوبغاړي شته، چې خورا د لوړو شاټونو وړتیا لري او زیاتې شپږیزې یې وهلې دي، چې په همدې موخه موږ دې لیکنه کې لس هغه لوبغاړي درپېژنو، چې د یو ورځنیو لوبو په یوه انینګز کې یې زیاتې شپږیزې وهلې وي.

یوورځنیو لوبو کې هغه لوبغاړي، چې یوه انینګز کې یې زیاتې شپږیزې وهلې دي

ددې لیست په سر کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر شتون لري، چې د ۲۰۱۹م کال د کرکټ نړیوال جام پر مهال یې د افغان لوبډلې پر وړاندې لوبه کې ۱۷ شپږیزې ووهلې.

دوهم: روهیت شرما چي د هندوستان کرکټ لوبډلي لپاره لوبیږي. نوموړي په یو اننګز کې ۱۶ شپږیزې وهلي یادي شپږیزي يي په ۲۰۱۳م کال د نوومبر په ۲مه یې د اسټرالیا پر وړاندې ووهلې.

دریم:ډیویلرز چي د سویلي افریقا لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوله. نوموړي په یو اننګز کي ۱۶ شپږیزې وهلي. نوموړي یادي شپږیزي په ۲۰۱۵م کال د جنورۍ په ۱۸مه یې د ویسټ انډیز پر وړاندې ووهلې.

څلورم: کریس ګېل چي د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي لپاره لوبیږي. نوموړي په یو اننګز کي ۱۶ شپږیزې وهلي. یادي شپږيزي يي په ۲۰۱۵م کال فیبرورۍ میاشتې په ۲۴مه یې د زیمبابې پر وړاندې ووهلې.

پنځم: شین واټسن چي د اسټرالیا کرکټ لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي ۱۵ شپږیزې وهلي یادي شپږیزي يي په ۲۰۱۱م کال اپرېل په ۱۱مه یې د بنګله‌دېش پر وړاندې ووهلې.

شپږم:انډرسن چي د نیوزیلنډ کرکټ لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي په یو اننګز کي ۱۴ شپږیزې وهلي. یادي شپږیزي يي په ۲۰۱۴م کال د جنورۍ په ۱ یې د ویسټ انډیز پر وړاندې ووهلې.

اووم:پریرا چي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي ۱۳ شپږیزې وهلي دي. یادي شپږیزي په ۲۰۱۹م د جنورۍ په ۵مه یې د نیوزیلنډ پر وړاندې ووهلې.

اتمام: مارشال.چي د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي.نوموړي هم په یو اننګز کې ۱۲ شپږیزې ترلاسه کړي دي. یادي شپږیزي په ۲۰۰۸م کال د اګسټ په ۲۲مه یې د کاناډا پر وړاندې ووهلې.

نهم: روهیت شرما چي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي په یو اننګز کي ۱۲ شپږیزې وهلي. یادي شپږیزي يي په ۲۰۱۷م کال د ډیسمبر په ۱۳مه یې د سریلانکا پر وړاندې ووهلې.

لسم:کریس ګېل چي د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي په یو اننګز کې ۱۲ شپږیزې وهلي. یادي شپږیزي يي په ۲۰۱۹م کال فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه یې د انګلستان پر وړاندې ووهلې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ