کریس ګیل نوي ریکارډ جوړ کړ | خبریال

کریس ګیل نوي ریکارډ جوړ کړ

خبریال وېبپاڼه / کریس ګېل په شل اوريزو لوبو کې نوی رېکارډ جوړ کړ.

په يونيورس باس مشهور کرېس ګېل د نړيوالو شل اوريزو لوبو مخکښ او د شپږيزو پاچا يادېږي. هغه په شل اوريزو لوبو کې يو داسې نوم دی چې د نړۍ په هر بالر د منډو جوړولو توان لري.

په شل اوريزو لوبو د پاچاهۍ په دوام هغه اسټراليا سره د روان سیریز په دریمه شل اوریزه لوبه کې د ۱۴۰۰۰ منډو په جوړولو نوی نړيوال رېکارډ جوړ کړ.

کریس ګیل د يادې لوبډلې سره په درېمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې په ۳۸ بالو ۶۷ منډې جوړې او ياد رېکارډ پخپل نوم ثبت کړ.

ګېل د تېرې شپې لوبه کې په اسټراليايي بالرانو د ميدان هر خوا څلورېزې او شپږيزې ووهلې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

اسټراليا سره د وروستۍ شل اوريزې لوبې په ۶۷ منډو کې نوموړي ۴ څلورېزې او ۷ شپږيزې ووهلې، چې خپله نيمه سليزه يې په ادم زمپا د درې پر له پسې شپږيزو په مټ پوره کړه.

د ګېل په يادې ښکلې لوبې ويسټ انډيزۍ لوبډلې د مقابلې لوبډلې د ۱۴۲ منډو هدف يوازې په ۱۴،۵ اورونو کې پوره او ياده نړيواله شل اوريزه لوبه وګټله.

ویسټ انډیزي کرېس ګېل په ۶۸ نړیوالو شل اوریزه لوبو کې ۲ سلیزې وهلي او دغه راز یې د خپلې لوبډلې لپاره په یاد تعداد لوبو کې څوارلس ځله له پنځوسو ډیرې منډې کړي دي.

یونیورس باس د نړیوالو لوبو ترڅنګ د تجارتي لیګونو یو پیاوړی لوبغاړی دی، هغه په۴۳۱ شل اوریزه لوبو کې ۲۲ سلیزې وهلي او په همدې لوبو کې یې ۸۷ نیمه سلیزې وهلي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ