د بین سټوکس او لوبډلي په اړه د ایون مورګن تازه څرکندوني | خبریال

د بین سټوکس او لوبډلي په اړه د ایون مورګن تازه څرکندوني

خبریال وېبپاڼه /ایون مورګن: هغه څه چې بين سټوکس او لوبډلې تر لاسه کړل، عالي وو.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د لنډ فارمټ لوبو کپتان ايون مورګن ( هغه څوک چې دا مهال قرنطين دی ) په يو تازه ټويټ کې د بين سټوکس د رهبرۍ لاندې د انګلستان ځوانه لوبډله ستايلې چې د پاکستان په وړاندې يې غوره کارکردګي وکړه او د يو ورځنيو لوبو سيريز يې پخپل نوم کړ.

څلور ديرش کلن مورګن  داسې مهال خپل ځوان لوبغاړي ستايلي چې‌ د نوموړي په ګډون د يادي لوبډلې پنځلس برحاله لوبغاړي دا وخت قرنطين دي.

ياد پنځلس لوبغاړي وروسته له هغې قرنطين شول چې د پاکستان سره د لوبو دوه ورځي وړاندې د انګلستان لوبډلې د دري لوبغاړو په ګډون ۷ غړي په کوئيډ۱۹ اخته وښودل شوو.

ايون مورګن وايي “په داسې حال کې چې د لوبډلې برحاله پنځلس غړي قرنطين دي، جافرا ارچر او جاس بټلر ټ. پيان دي، د بين سټوکس او ټولې لوبډلې دغه لاسته راوړنه په زړه پورې ده، مونږ د راتلونکې لوبې ليدو ته په تمه يوو”.

ياده دي وي چې د کوربه انګلستان لوبډلې د دري يو ورځنيو لوبو د سيريز په لومړيو دوه لوبو کې پاکستان لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړي، د سيريز وروستتۍ لوبه سبا سي شنبه د انګلستان په برمنګهم ښار ايجبسټن لوبغالي کې ترسره کيږي.

ياده دي وي چې د کوربه انګلستان لوبډلې د دري يو ورځنيو لوبو د سيريز په لومړيو دوه لوبو کې پاکستان لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړي، د سيريز وروستتۍ لوبه نن سي شنبه د انګلستان په برمنګهم ښار ايجبسټن لوبغالي کې ترسره کيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ