ډیون کانوی د ای سی سی لخوا د جون میاشتې غوره لوبغاړی اعلان شو | خبریال

ډیون کانوی د ای سی سی لخوا د جون میاشتې غوره لوبغاړی اعلان شو

خبریال وېبپاڼه /ډیون کانوی د جون میاشتې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د کرکټ نړیوالې شورا یار ای سي سي لخوا د نیوزیلینډ تکړه توپ وهونکی ډیون کانوی د جون د میاشتې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د کرکټ نړېوالې شورا یا ای سي سي د ۲۰۲۱ کال په پیل کې د لوبغاړو د غوره کارګردګۍ په نظر کې د نېولو سره نوې جاېزې اعلان کړې چې د هغې له جملې د میاشتې د غوره لوبغاړي جایزه هم شامله وه.

د کرکټ نړیوالي شورا یا ای سي سي د میاشتې د غوره لوبغاړي د جاېزې لپاره هره میاشت د کرکټ د لوبغاړو څخه درې نارینه او درې ښځینه لوبغاړي ټاکل کېږي، چې بیا د رایې اچونې له مخې هر چا چې ډېره رایې واخیستې هماغه غوره لوبغاړی او د میاشتي لوبغاړې اعلانېږي.

د یادو جایزو په لړ کې د جون میاشتې لپاره د سویلي افریقا ویکټ ساتونکی توپ وهونکی کونټین ډیکوک او د نیوزیلینډ دوه لوبغاړي هر یو ډیون کانوی او کایل جیمیسن شامل ول، چې د رایې اچونې له مخې ډیون کانوي، چې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې غبرګه سلیزه ووهله، د جون د میاشتې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

همدارنګه د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د می میاشتې لپاره د بنګله دیش ویکټ ساتونکی، تکړه توپ وهونکی مشفیق الرحیم غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ