د سل توپونو لیګ روانه میاشت پیلیږي | خبریال

د سل توپونو لیګ روانه میاشت پیلیږي

خبریال وېبپاڼه / د انګلستان په کوربتوب په یوه نوې بڼه د کرکټ تجارتي سیالیو لومړی پړاو چې د (ده هنډرټ/The Hundred) په نوم یادیږي روانه میاشت پلیږي .

په دغې نوې پیلیدونکې بڼه کې به اورونه نه وي بلکه هرې لوبډلې ته به یوازې ۱۰۰ بالونه کیږي.

تېره ورځ د دغو سیالیو اجراییه کمېټې د یادو سیالیو لپاره نوي لوبیز شرایط په ډاګه کړل چې له مخې به یې دغه سیالۍ ترسره کیږي. مونږ یې په دې لیکنه کې له تاسې سره شریکوو.

اورونه په بالونو بدل شول او د پاڼۍ د مخې بېولو او معلومولو لپاره به د اورونو پرځای بالونه شمېرل کیږي.

لوبڅار به د بالر د یو سیټ (۵ بالونو) له پوره کېدو وروسته د (فایف) یعنې پنځه غږ کوي، له دوه سیټونو له پوره کېدو وروسته به د بالینګ اړخ بدلیږي، د هر سیټ له پوره کېدو وروسته به لوبڅار یو سپین کارت پورته کوي.

ټاس به د لوبغالي په منځ کې نه اچول کیږي.

فیلډینګ ټیم د لومړیو ۲۵ بالونو له پوره کېدو وروسته هر وخت ۲ دقیقې سټراټیژیک ټایم اوټ اخیستی شي.

د کېچ اوټونو په صورت کې به نن سټرایکر بیټسمین بیرته خپل پخواني ځای ته راګرځي، که څه هم دواړو بیټسمینانو خپلو کې کراس کړی وي.

په ګروپ سټېج کې به د لوبې په مساوي کېدو سره دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکول کیږي خو کله چې لوبې د ناک اوټ یا پایلوبو پړاو ته ورسیږي نو به د لوبې د مساوي کېدو په صورت کې سوپر اوور ترسره کیږي.

که سوپر اوور مساوي شي نو بیا به کیږي، که دویم سوپر اور هم مساوي شي نو هغه لوبدله چې په ګروپي پړاو کې مخکې وه، ګټونکې به اعلانیږي.

په باران ځپلو سیالیو کې به د ډي ایل میتود یوه تعدیل شوې بڼه کارول کیږي.

د انګلستان په کورنیو سیالیو کې به د لومړي ځل لپاره د پرېکړو د بیا کتنې سیسټم وکارول شي او دریم لوبڅار به د نوبالونو څارنه کوي.

په کومه ورځ چې دوه لوبې ترسره کیږي نو هره لوبه به خپل ځانګړی وخت ولري، یعنې یوه لوبه به د بلې لوبې وخت ته نه غځیږي.

که هره لوبډله له ټاکلي اوور رېټ څخه شاته پاتې شوه نو د جریمې له پلي کېدو وروسته به له دایرې څخه د باندې د خپلو فیلډرانو له شمېر څخه یو فیلډر کموي. معنی دا چې په یوه کم فیلډر به لوبه مخکې بیایي.

ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ د روانې جولای میاشتې په یووشتمه نېټه پیل شي چې پکې به اته لوبډلې ګډون ولري او د ګڼ شمېر نړیوالو لوبغاړو ترڅنګ به د افغانستان څخه هم څلور لوبغاړي راشد، نبي، قیس او مجیب الرحمن پکې ګډون ولري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ