د پاکستان لوبډلي ستر هدف خو بیا يي هم لوبه وبایله | خبریال

د پاکستان لوبډلي ستر هدف خو بیا يي هم لوبه وبایله

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لخوا انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ته په دریمه یورځیني لوبه کي ٢٣٢ منډې هدف ورکړه چي انګلستان لوبډلي یاد هدف پوره کړ.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دري یورځینو یا پنځوس اوریزو لوبو لوبلړي پیل شوي ده.

چي لومړي لوبه لوبه يي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي کټلي وه او همدارنګه دوهمه یورځیني لوبه هم انګلستان کټلي ده او سریز يي په خپل نوم کړي. او دریمه لوبه يي هم تیره شپه په خپل نوم کړه.

د دریمي لوبي جزییات

د یادي لوبي ټاس یا بچه د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پیل ښه وه او لومړني دوه لوبغاړي بابر اعظم او امام الحق ښه توپ وهنه ترسره کړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي د نهو لوبغاړو په زیان يي په ټولو ٥٠ اورونو کې يي ٣٣١منډې ترلاسه کړي او د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ته يي د ٣٣٢منډو هدف ورکړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې بابر اعظم، محمد رضوان او امام الخق ښه توپ وهنه ترسره کړه. بابر اعظم په ١٣٩ توپونو باندي يي ١٥٨ منډې ترلاسه کړي، محمد رضوان په ٥٨ توپونو باندي يي ٧٤ منډې يي ترلاسه کړي. او امام الخق په ٧٣ توپونو باندي يي ٥٦ منډې ترلاسه کړي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې براډون کاریس پنځه ویکټې ترلاسه کړي.

انګلستان کرکټ ملي لوبډله وتوانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي. او د اووه لوبغاړي په زیان يي په ٤٨ اورونو کې يي ٣٣٢ منډې ترلاسه کړي او پاکستان کرکټ ملي لوبډلي ته يي په دري ویکټو ماتې ورکړه.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي جیمس وینس وټاکل شو.

او د ټول سریز غوره لوبغاړي ثاقب محمود ونومول شو.

د یادولو وړ ده چی یادي لوبي مخکي دوه نوري یورځیني لوبي هم ترسره شوي وي چي یادي دواړه یورځیني لوبي هم انګلستان کرکټ لوبډلي په ستر توپیر کټلي وي او په دریمه یورځیني لوبه کي هم ماتې ورکړه چي په دي ماتي سره پاکستاني لوبډله کلین سویب شوه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ