تیري شپي لوبه کې د بابر اعظم ریکارډونه | خبریال

تیري شپي لوبه کې د بابر اعظم ریکارډونه

خبریال وېبپاڼه /د انګلينډ په وړاندې تیره شپه لوبه کې د بابر اعظم لخوا جوړ شوي ريکارډونه

د پاکستان او انګلېنډ تر منځ د يو ورځنيو لوبو د سيريز په درېمه او اخري لوبه کې چې انګلېنډ کې ترسره شوه، پاکستانۍ لوبډلې په لومړي بيټينګ کولو د ۹ لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته ۳۳۲ منډې هدف ورکړ.

په تیره شپه لوبه کې د پاکستانۍ لوبډلې کپتان بابر اعظم ځينې رېکارډونه جوړ کړل چې دلته مو ورته کتنه کړې ده:

د بابر اعظم او محمد رضوان تر منځ د ۱۷۹ منډو ملګرتيا د پاکستان لخوا د انګلېنډ خلاف په هره وکټ تر ټولو لويه ملګرتيا ده.

بابر اعظم لومړی پاکستانی لوبډلمشر شو چې په يو ورځنيو لوبو کې ۱۵۰ يا له دې ډېرې منډې جوړوي.

د بابر اعظم نننۍ ۱۵۸ منډې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د هغه تر ټولو ډېرې منډې دي. د نوموړي تېرې د يوې لوبې ډېرې منډې د زمبابوې او وېسټ انډيز خلاف وې چې ۱۲۵ منډې وې.

بابر د نن لوبې په سليزې لومړی پاکستانی لوبغاړی شو چې يو ورځنيو لوبو کې په انګلېنډ کې درې سليزې جوړوي.

د لوبډلمشر بابر اعظم ۱۵۸ منډې د انګلېنډ خلاف د يوه پاکستاني لخوا په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې دي.

د بابر ۱۵۸ منډې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په تارېخ کې د انګلېنډ خلاف د يوه لوبډلمشر تر ټولو ډېرې منډې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ