ایرلینډ سویلي افریقا ته په ستر توپیر ماتې ورکړه | خبریال

ایرلینډ سویلي افریقا ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / ایرلېنډ په دویمه لوبه کې سویلي افریقا ماته کړه.

د ایرلېنډ کرکټ لوبډلې په دویمه یورځیني لوبه کې ښه لوبه ترسره کړه او سویلي افریقا ته یې د ۴۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه، چې لوبلړۍ کې یې لومړۍ بریا خپله کړه.

د سویلي افریقا او ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه تیره شپه په ډبلن کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سویلي افریقا پچه وګټله او لومړی یې ایرلېنډ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

دایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شو ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په زیان يي ۲۹۰ منډې ترلاسه کړې، چې له ډلې یې انډي بیلبیرني زبردسته لوبه ترسره کړه او ۱۰۲ منډې یې وکړې، همدا راز هیري ټیکټر ۷۹ او جارج ډوکریل ۴۵ منډې وکړې. د سویلي افریقا له خوا انډیل پیهلکواو ۲، کاګیسو رباډا، کیشو مهاراج او تبریز شمسي ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۲۹۱ منډو هدف په تعقیب کې د سویلي افریقا ټوله لوبډله په ۴۸.۳ اورونو کې د ۲۴۷ منډو په جوړولو وسوځېده او په لوبه کې یې د ۴۳ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د دوی له خوا جانیمن ملن ۸۴، راسي ون در دوسین ۴۹ او ډیویډ میلر ۲۴ منډې وکړې، د ایرلېنډ له خوا انډي مک براین، جوش لیټل او مارک اډیر ۲-۲، کریګ ینګ، سیمي سینګ او جارج ډوکریل ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه انډي بیلبرني ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ بې پایلې پای ته رسېدلې وه او دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه به د جولای په ۱۶مه نېټه ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ