د افغانستان کرکټ لوبډلي لپاره بد خبر | خبریال

د افغانستان کرکټ لوبډلي لپاره بد خبر

خبریال وېبپاڼه / د ای سی سی یا کرکټ د نړیوالي شورا د سوپر لیګ سیالیو په دوام تیره شپه د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلي او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یورځیني لوبه ترسره شوه.

چي په یاده لوبه کي ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله وتوانیده چي سویلي افریقا کرکټ لوبډلي ته ماتې ورکړي. چي په دي سره په سوپر لیګ کې د ایرلینډ کرکټ لوبډلي ١٥ نمري ترلاسه کړي او په سوپر لیګ سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي څخه مخکي شوه.

که چیرته ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا څخه راتلونکي لوبه وکټي نو کولي شي چي د پاکستان او اسټرالیا کرکټ لوبډلو څخه هم مخکي شي او دریم مقام ته ورسیږي.

سوپر لیګ سیالیو جدول

لومړي: انګلستان کرکټ ملي لوبډله چي د پاکستان څخه يي دري یورځیني لوبي وکټلي د ٩٥ نمرو په درلودلو سره په سوپر لیګ سیالیو په جدول کې لومړي مقام لري.

دوهم: په دوهم مقام کې د بنګله دیش کرکټ لوبډله شتون لري چي ٥٠ نمرو په درلودولو سره دوهم مقام کې ځاي لري.

دریم: په دریم مقام کې د اسټرالیا کرکټ لوبډله شتون لري چي ٤٠ نمرو په درلودولو سره دریم مقام کې ځاي لري.

څلورم: په څلورم مقام کې د پاکستان کرکټ لوبډله شتون لري چي ٤٠نمرو په درلودولو سره څلورم مقام کې ځاي لري.

پنځم: په پنځم مقام کې د ایرلینډ کرکټ لوبډله شتون لري چي د ٣٥ نمرو په درلودولو سره پنځم مقام کې ځاي لري.

شپږم : په شپږم مقام کې د نیوزیلنډ کرکټ لوبډله شتون لري چي ٣٠ نمرو په درلودولو سره شپږم مقام کې ځاي لري.

اووم: په اووم مقام کې د افغانستان کرکټ لوبډله شتون لري چي ٣٠ نمرو په درلودولو سره اووم مقام کې ځاي لري.

اتم: په اتم مقام کې د ویسټ انډیز کرکټ لوبډله شتون لري چي ٣٠ نمرو په درلودولو سره اتم مقام کې ځاي لري.

نهم: په نهم مقام کې د هند کرکټ لوبډله شتون لري چي ٢٩ نمرو په درلودولو سره نهم مقام کې ځاي لري.

لسم: په لسم مقام کې د نیدرلینډ کرکټ لوبډله شتون لري چي ٢٠ نمرو په درلودولو سره یي لسم مقام کې ځاي لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ