کریس ګېل په شل اوریزو لوبو کې ١٤٠٠٠ منډې پوره کړي | خبریال

کریس ګېل په شل اوریزو لوبو کې ١٤٠٠٠ منډې پوره کړي

خبریال وېبپاڼه /کریس‌ګېل لومړنی لوبغاړی شو، چې شل‌اوریزه لوبو کې یې ۱۴۰۰۰ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې پياوړی او نامتو توپوهونکی کریسل ګېل د کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې شل اوریزه لوبو کې یې ۱۴۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

نوموړي تیره ورځ د اسټرالیا پر وړاندې درېیمه شل اوریزه لوبه کې ۶۷ منډې وکړې او په دې سره یې خپلې منډې په شل اوریزه لوبو کې ۱۴۰۳۸ منډو ته پورته کړې.

د کریس ګېل شل اوریزه لوبې

۱ـ کریس ګېل د شل اوریزه لوبو پيل په ۲۰۰۶م کال کې د فیبرورۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې وکړ.

۲ـ کریس ګېل تر دې دمه پورې ۴۳۱ شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.

۳ـ کریس ګېل په یادو شل اوریزه لوبو کې ۱۴۰۳۸ منډې جوړې کړې دي.

۴ـ په یوه شل اوریزه لوبو کې یې ترټولو زیاتې منډې ۱۷۵ ناسوځېدلې دي.

۵ـ کریس ګېل په شل اوریزه لوبو کې ۲۲ سلیزې وهلې دي.

۶ـ کریسل ګېل په شل اوریزه لوبو کې ۸۶ نیمه سلیزې وهلې دي.

۷ـ کریسل ګېل په شل اوریزه لوبو کې ۱۰۲۱ شپږیزې وهلې دي.

۸ـ کریس ګېل په شل اوریزه لوبو کې ۱۰۴۹ څلوریزې وهلې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ