په یاده درجه بندي کې افغان لوبغاړو پرمختګ کړي | خبریال

په یاده درجه بندي کې افغان لوبغاړو پرمختګ کړي

خبریال وېبپاڼه / نړیواله درجه بندۍ کې مجیب‌ځدران پرمختګ کړی.

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سی سی په شل اوریزه سیالیو کې تازه د توپ‌اچونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چي پکښي یو لړ بدلونونه راغلې دي.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ‌اچونکی مجیب‌ځدران، چې پخوا یې په شپږم ځای کې شتون درلود، اوس یې یو قدم پرمختګ کړی او په پنځم مقام کې شتون لري.

شل اوریزه سیالیو کې د توپ‌اچونکو نوې درجه بندي

لومړي:. تبریز شمسي چي د سویلي افریقا د کرکټ لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي د کرکټ د نړیوالي شورا لخوا د ۸۲۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو په نوملړ کې پر خپل پخواني ځای شتون لري.

دوهم: راشدخان چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. راشد خان د کرکټ د نړیوالي شورا لخوا د ۷۱۹ نمرو په ترلاسه کولو سره د شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو په نوملړ کې پر خپل پخواني ځای شتون لري.

دریم: عادل رشید چي د انګلستان کرکټ لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي د ۶۹۵ نمرو په ترلاسه کولو سره يي یو قدم پرمختګ یې کړی.

څلورم: وانیندو سیلوا چي د سریلانکا کرکټ لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي د ۶۹۳ نمرو په ترلاسه کولو سره یو قدم پرمختګ یې کړی.

پنځم: مجیب‌ ځدران چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي د ۶۸۷ نمرو په ترلاسه کولو سره يي یو قدم پرمختګ یې کړی.

شپږم:ایشټون آګر چي د اسټرالیا کرکټ لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي هم د ۶۷۶ نمرو سره يي درې قدمه شاه‌تګ یې کړی.

اووم: تیم سوتي چي د نیوزیلنډ کرکټ لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي د ۶۶۹ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.

اتم: آدم زیمپا چي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي د ۶۴۱ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.

نهم: ایش سودهي د نیوزیلنډ کرکټ لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي د ۶۴۰ نمرو په ترلاسه کولو سره پر خپل پخواني ځای شتون لري.

لسم:پابین آلین چي د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي د ۶۲۲ نمرو په ترلاسه کولو سره يي ۱۶ قدمه پرمختګ یې کړی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ