کرابین لیګ د شپږ افغان لوبغاړو په شتون کې پیل کیږي | خبریال

کرابین لیګ د شپږ افغان لوبغاړو په شتون کې پیل کیږي

خبریال وېبپاڼه / د ويسټ انډيز کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال کرابین ليګ مهال‌ويش له مخکيني يو سره په کم توپير اعلان کړ چې له مخې به یې د ياد ليګ لومړۍ لوبه د آګست میاشتې په ۲۶ نېټه وشي.

وروسته له دې چې د هند کرکټ بورډ د آی پي ايل پاتې لوبو ته د تشې پيدا کولو لپاره د ويسټ انډيز له کرکټ بورډ څخه د کرابين ليګ د رامخکې کولو غوښتنه وکړه، نن د ياد هيواد کرکټ بورډ د ليګ نوی مهال‌ويش اعلان کړ چې څلور ورځې له خپل پخواني مهال ويش څخه رامخکې شوی.

کرابين ليګ چې د ويسټ انډيز د کرکټ بورډ له لوري هر کال په ياد هيواد کې کيږي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ شمير مينه وال لري او تېر يې کال يې په ريکارډ کچه ليدونکي درلودل.

ياد ليګ کې هر کال د نړۍ د نورو نوموتو لوبغاړو تر څنګ افغان لوبغاړي هم د بيلابيلو لوبډلو لپاره لوبیږي او ډيری وخت د خپلو لوبډلو لپاره په زړه پورې لوبې نندارې ته وړاندې کوي.

سږکال هم شپږ افغان لوبغاړي نوين الحق، وقار سلامخيل، قيس احمد، شفيق الله غفاري، ابراهيم ځدراڼ او رحمن الله ګربز کرابين ليګ کې د بيلابيلو لوبډلو له لوري پيرل شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ