هغه لوبغاړي چي په ٢٠ اوریزو لوبو کې يي زیاتي منډې ترلاسه کړي | خبریال

هغه لوبغاړي چي په ٢٠ اوریزو لوبو کې يي زیاتي منډې ترلاسه کړي

خبریال وېبپاڼه / شل اوریزي لوبي نسبت تر نورو فارمټونو زیاتي چټکي او زیات شمیر مینوال لري. په شل اوریزو لوبو کې هر لوبغاړي کوشش کوي چي چټکه لوبه ترسره کړي.

مونږ دلته د شل اوریزو لوبو هغه لوبغاړې درپیژنیو کوم چي يي په شل اوریزو لوبو کې يي زیاتې منډې يي ترلاسه کړي دي.

په شل اوریزه لوبو کې زیاتې منډه جوړونکي لوبغاړي

لومړي: کریسل ګېل د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي ټولي ۴۳۱ شل اوریزي لوبې ترسره کړي او په یادو ٤٣١ شل اوریزو لوبو کې يي ۱۴۰۳۸ منډې يي ترلاسه کړي دي.

دوهم: کیرون پورلارډ چي دا هم ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې سره لوبیږي نوموړي ۵۴۶ شل اوریزي لوبې ترسره کړي او په یادو ٥٣٦ لوبو کې يي ۱۰۸۳۶ منډې يي ترلاسه کړي دي.

دریم: شعیب ملک چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي ۴۲۵ شل اوریزي لوبې ترسره کړي دي او په یادو ٤٢٥ لوبو کې يي ۱۰۷۴۱ منډې ترلاسه کړي دي.

څلورم:.ډیویډ وارنر چي د اسټرالیا کرکټ لوبډلې لپاره لوبیږي نوموړي ۳۰۴ لوبې او په یادو ٣٠٤ شل اوریزو لوبو کې يي ۱۰۰۱۷ منډې ترلاسه کړي دي.

پنځم: ویراټ کوهلي چي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبیږي نوموړي ۳۱۰ شل اوریزي لوبې ترسره کړي او په یادو ٣١٠ شل اوریزو لوبو کې يي ۹۹۲۲ منډې ترلاسه کړي دي.

شپږم: مایکلم چي د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي ۳۷۰ شل اوریزي لوبې ترسره کړي او په یادو ٣٧٠ شل اوریزو لوبو کې ۹۹۲۲ منډې ترلاسه کړي.

اووم: ایرون پینچ چي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي ۳۲۱ شل اوریزي لوبې ترسره کړي نوموړي ٣٢١ شل اوریزي لوبو کې يي ۹۷۲۸ منډې ترلاسه کړي دي.

اتم: ډیویلرز چي د سویلي افریقا لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي ۳۳۲ لوبې ترسره کړي او په یادو ۹۳۱۸ منډې ترلاسه کړي دي.

نهم:روهیت شرما چي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړی ۳۴۹ لوبې ترسره کړي چي ۹۲۹۱ منډې يي ترلاسه کړي دي.

لسم:شین واټسن چي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي نوموړي ۳۲۴ شل اوریزو لوبو کي يي ۸۷۹۳ منډې ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ