اسټرالیا د پرلپسي ماتو وروسته ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه | خبریال

اسټرالیا د پرلپسي ماتو وروسته ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزو لوبو سریز پیل شوي دي.

د یاد سریز لومړي دري لوبي ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي کټلي وي او څلورمه لوبه کې يي اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله وتوانیده چي ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته ماتې ورکړي.

د څلورمي لوبي جزییات

د یادي لوبي ټاس یا بچه د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه او د توپ اچوني بلنه يي ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.

اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شو شل اورونو کې يي د شپږ لوبغاړو په زیان يي ١٨٩ منډې ترلاسه کړي او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته يي په شل اورونو کې يي د ١٩٠ منډو هدف ورکړه.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې میچل مارش او ارون فینج غوره توپ وهنه ترسره کړه، میچل مارش د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې په ٤٤ توپونو باندي يي ٧٥ منډې ترلاسه کړي او ارون فینچ بیا ٣٧ توپونو باندي يي ٥٣ منډې يي ترلاسه کړي.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې هايډین والش په ٤ اورونو کې يي د ٢٧ منډو په ورکولو سره يي دري ویکټې يي ترلاسه کړي او ورسره انډریو رسل او فایبن الین یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي او په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د شپږ لوبغاړو په زیان يي ١٨٥ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي د څلور منډو په توپیر وکټله.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې لینډې سمسون او ایون لیوز غوره توپ وهنه ترسره کړه. لینډې سمسون په ٤٨ توپونو باندي يي ٧٢ منډې ترلاسه کړي او ایون لیوز بیا په ١٤ توپونو باندي يي ٣١ منډې ترلاسه کړي.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې میچل مارش په ٤ اورونو کې يي د ٢٤ منډو په ورکولو سره يي دري ویکټې ترلاسه کړي او ادم زمپا بیا د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره دوه ویکټې ترلاسه کړي.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي میچل مارش وټاکل شو نوموړي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې ٧٥ منډې ترلاسه کړي او په توپ اچونه کې يي د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره دري ویکټې ترلاسه کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ