د افغانستان راتلونکي سریزونه ممکن په سریلانکا کې ترسره شي | خبریال

د افغانستان راتلونکي سریزونه ممکن په سریلانکا کې ترسره شي

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان سره د افغان لوبډلې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سوپر لیګ لوبې خورا مهمي دي او د افغانستان کرکټ بورډ هم هڅه کوي چې لوبډله یې د حشمت شهیدي په کپتانۍ یادو لوبو ته پوره چمتووالی ولري.

په همدې تړاو تر دې مهاله لوبغاړو ته په کابل کې دوه تمریناتي کیمپونه هم جوړ شوي دي.

دا چې پاکستانۍ لوبډله اوس مهال د انګلینډ په دوره ده او له هغه ځایه وروسته به ویسټ انډیز ته د لوبو لپاره ځي، نو د کرونا ناروغۍ له امله د رامنځته شوو شرایطو او له ویسټ انډيز څخه د یادې لوبډلې د ناوخته راستنیدو له امله ممکن نه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبې اګست میاشت کې وشي.

له یوې خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیپټمر میاشت کې د لوبو کې کیدل او له بلې خوا اګست میاشت کې د سرېلانکايي لوبډلې وزګارتیا چې د لنکا لیګ د ځنډیدو له امله رامنځته شوې، افغان کرکټ بورډ ته موقع ورکوي چې له سرېلانکا او پاکستان دواړو سره په سرېلانکا کې سیریزونه وکړي.

که څه هم د افغانستان په کوربتوب ډیری لوبې په متحده عربي اماراتو کې کیږي خو هلته د آی پي ایل د پاتې لوبو د کیدو له امله به لوبغالي او هوټلونه مصروف وي چې ورسره په یاد هیواد کې د پاکستان په وړاندې د لوبو ترڅنګ د افغانستان ویسټ انډیز او استرالیا ترمنځ د شل اوریزه لوبو درې اړخیز سیریز کول هم ستونزمنوي.

باور دا دی چې که د افغانستان کرکټ بورډ وتوانیږي له سرېلانکا سره موافقې ته ورسیږي نو اګست میاشت کې به له یاد هیواد سره د لنډ فارمټ لوبې ولري، ورپسې به له پاکستان سره د سوپر لیګ درې لوبې او بیا به ویسټ انډيز او آسترالیا سره د درې اړخیز سیریز کوربه توب هم په سریلانکا کې وکړي.

له سرېلانکا سره د لوبو برابرول به له یوې خوا د پاکستان سره مهمو لوبو ته افغان لوبغاړي ښه چمتو کړي او له بلې خوا به له یوې اوږدې مودې راهیسي په کور ناست افغان لوبغاړو ته په نړیوالو ډګرونو کې د لوبیدو چانس برابر کړي.

وروستۍ خبر دا چې د سرېلانکا او متحده عربي اماراتو لوبغالي تر ډيره سره ورته دي او په یاد هیواد کې د درې پرلپسې سیریزونو کولو سره افغان لوبډله نړیوال جام ته چې په متحده عربي اماراتو کې کیږي په ښه ډول چمتو کیدلی شي.

دا کار ځکه ممکن دی چې د ټولو سیالیو کوربتوب د افغانستان کرکټ بورډ په غاړه دی نو د خپلو لوبغاړو د ښه چمتووالي او او په سیالیو کې د بریالي کېدو لپاره په خپله خوښه او خپلو ګټو ته په کتو، هر ډول چې وغواړي، هماغسې وېکټې او آسانتیاوې برابرولی شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ